یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې د پرلپسې ۳ چاودنو وروسته د ملي اردو یو...

کابل ښار کې د پرلپسې ۳ چاودنو وروسته د ملي اردو یو ډګروال په ډزو وژل شوی

تاند، شنبه د سنبلې ۱:  د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو دویم سړک ساحه کې د ملي اردو یو ډګروال په ډزو وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت دمعلوماتو له مخې د ملي اردو دغه ډګروال د لوجیستیک څانګې غړی وو، چې نن سهار د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

تر اوسه د وژل شوي نظامي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته دغه خبرې کړي دي.

د سرچینې په خبره په دغه پېښه کې د وژل شوي نظامي ډګروال موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

تر اوسه کوم چا یا وسله والې ډلې ددغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار د پینځمې، اوومې او پینځلسمې حوزو په مربوطاتو کې په درېوو بېلا بېلو چاودنو کې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب