Homeخبرونهپه هند، پاکستان او اروپا کې مېشت افغان کډوالو ته کمپیوټري تذکرې...

په هند، پاکستان او اروپا کې مېشت افغان کډوالو ته کمپیوټري تذکرې ورکول کېږي

تاند، شنبه، د سنبلې ۱: د افغانستان حکومت تر ایران وروسته په پاکستان، هند او ځیني اروپايي هېوادونو کې مېشت افغان کډوالو ته د کمپیوټري تذکرو د وېش لړۍ پیلوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، په ایران کې یې مېشت افغان کډوالو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش او ددوی د ثبت پروسه پیل کړې او ډېر ژر به دغه پروسه پراختیا ومومي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تاند سره په خبرو کې وویل، دېر ژر به دا لړۍ په هند، پاکستان او ځینې اروپايي هېوادونو کې هم پيل کړي.

دغه اداره وايي، د کمپیوټري تذکرې د وېش له پيله یې تر دې دمه څه باندې اته سوه زره کسانو ته دا پېژندپاڼې ورکړي دي.

که څه هم د الکترونیکي تذکرو د وېش پروسه په لومړیو کې له ستونزو سره مخامخ وه خو اوس یې د وېش پروسه د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې په چټګۍ سره روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...