Homeخبرونهپه لیبیا کې د جګړې ښکېلو خواوو د اوربند اعلان وکړ

په لیبیا کې د جګړې ښکېلو خواوو د اوربند اعلان وکړ

تاند(شنبه، د سنبلې ۱) د لیبیا رسنیو خبر ورکړی چې په پایتخت طرابلس کې د صدراعظم فایض السراج په مشرۍ د ملي یووالي حکومت او د خلیفه هفتار په مشرۍ ملېشو د جګړې درولو لپاره د اوربند اړوند اعلامیې خپرې کړې دي.

دغو اعلامیو ته خلک هیله‌مند شوي دي او باوري دي چې جګړه به پای ته ورسيږي.

د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې له ۲۰۱۱کال راپدیخوا کله چې د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د قذافي حکومت ړنګ کړ، جګړې پیل شوې دي.

په دغو جګړو کې سلګونه زره خلک بې کوره او د تېلو له پلوه دغه غني هیواد د غیرې قانوني مهاجرینو د قاچاقبرانو او وسله والو ډلو لپاره په آزاد میدان بدل شو.

لیبیا اوس دوه حکومت لري. په طرابلس کې د ملي یووالي حکومت او په ختیځ کې د خلیفه هفتار د نظامي جنرال د قوماندې لاندې ملیشو حکومت اعلان کړی.

دواړو ډلو د کرونا وبا له کبله جګړه درولې ده او اوربند یې اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...