Homeخبرونهطالبانو د میدان وردکو په جلریز ولسوالۍ بریدونه کړي

طالبانو د میدان وردکو په جلریز ولسوالۍ بریدونه کړي

تاند، شنبه، د سنبلې ۱: د میدان وردک ولایت ځايي چارواکي وايي په جلریز ولسوالۍ کې څو امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ورغلي او په خبره یې اوسمهال دغه ولسوالي د طالبانو لخوا کلابند شوې ده.

د جلریز ولسوال سید محمد هاشمي رسنیو ته ویلي له درې ورځو راپدېخوا سلګونه طالب جنګیالیو ددې ولسوالۍ په شاوخوا ساحو بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د ولسوالۍ مرکز د سقوط له خطر سره مخ دی.

د هاشمي په خبره طالبان د خرولنګ، دهن جولان، پوسته داکو او د جلریز بازار ساحو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی وايي، د طالبانو والي په سیمه کې دی او هڅه کوي چې یادې ولسوالۍ  ته سقوط ورکړي او واک یې په خپل لاس کې واخلي.

د هغه په خبره که سیمې ته کمکي سرتېري ونه رسیږي ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي.

بلخوا د میدان وردک د امنیه قومندانۍ ویاند وايي سیمې ته یې کمکي عسکر لېږلي او په خبره یې اوسمهال د ولسوالۍ د سقوط خطر له منځه تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...