یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملګروملتونو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د امریکا اقدامات غیرقانوني...

د ملګروملتونو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د امریکا اقدامات غیرقانوني بللي

تاند (شنبه د سنبلې ۱) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د امریکا پر وروستیو اقداماتو غبرګون ښودلی.

د یادې شورا ۱۳ غړو په لیک کې د ایران پر وړاندې د امریکا وروستي اقدامات غیر قانوني بلل شوي دي.

دغه هېوادونه وايي، چې په امنیت شورا کې به د امریکا د بندیزونو له طرحې او ماشې میکانېزم سره هوکړه ونه کړي.

په دې هېوادونوکې برېتانیا، فرانسه، المان، بلجیم، چین، روسیه، ویتنام، نایجریا، سنت وینسنت، جنوبي افریقا، اندونیزیا، استونیا او تونس شامل دي.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، چې یادونو هېوادنو هریوه په بېلو لیکونو کې ملګرو ملتونو ته ویلي، چې امریکا له ایران سره له اټومي هوکړې وتلې ده نو ځکه د ماشې له میکانیزم او دغه راز پر ایران د تسلیحاتي بندیزونو غوښتنه نه شي کولی.

دوی ټینګار کړی، چې د امریکا نورو بندیزونو او تګلارو ته به مثبته رایه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، امریکا تازه د ایران پر هغو ۱۴ ایرانیانو د ویزې بندیز لګولی، چې په یاد هېواد کې د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%a8%d8%b4%d8%b1%d9%8a-%d8%ad%d9%82%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d8%ba%da%93%d9%88%d9%86%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1-%d9%be%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب