یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا له بشري حقونو د سرغړونې په تور ۱۴ ایراني وګړو ته...

امریکا له بشري حقونو د سرغړونې په تور ۱۴ ایراني وګړو ته ویزې نه ورکوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱) امریکايي چارواکو له بشري حقونو د سرغړونې په تور په ۱۴ تنو ایراني وګړو د ویزې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو ویلي، چې دا خلک د ایران د رژیم لخوا د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې ښکېل وو.

پومپیو زیاته کړې د دوی دا اقدام په نړۍ کې د ایراني حکومت د ډیری قربانیانو لپاره د ملاتړ پیغام دی، چې ترهګري خپروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، متحده ایالات پر ایران فشار راوړي، چې له خپلو خلکو سره په درنښت چلند وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%aa%d8%b1%d9%85%d9%86%da%81-%d8%a7%da%93%db%8c%da%a9%db%90-%d9%88%d8%b1%da%81-%d8%aa%d8%b1%d8%a8%d9%84%db%90/

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوي او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا له امله پر ایران زیات بندیزونه هم لګولي دي.

https://taand.net/%d8%a8%d9%88%d9%84%d9%bc%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d8%af-%d8%aa%d8%ac%d8%b2%db%8c%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%a7%db%8c%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب