یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل ښار بېلابېلو برخوکې چاودنو د پولیسو په ګډون ۵ تنو...

د کابل ښار بېلابېلو برخوکې چاودنو د پولیسو په ګډون ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د سنبلې ۱) امنیتي مسولان وایي، د کابل ښار په بیلابیلو برخوې کې چاودنو ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرزوایي لومړۍ چاودنه د ۷ مې حوزې اړوند سیمه کې شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه په یوه شخصي کرولا موټر پورې نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د فرامرز په خبره دویمه چاودنه دکابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند  د هنګريانو په سیمه کې دپولیسوپر رېنجر موټر شوې ، چې له امله یې دوه پولیس ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره درېیمه چاودنه د کابل ښار۵مې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې شوې ، چې په خبهر یې مرګ ژوبله نه لري.

دیادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښارکې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې پېښې ډېرې شوې دي او جدي اندېښنې یې هم پارولې دي.

د یادو چاودنو مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب