دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې له څه باندې ۱۶ زره زده کوونکو د کانکور ازموينه پيل...

ننګرهارکې له څه باندې ۱۶ زره زده کوونکو د کانکور ازموينه پيل شوه

تاند( شنبه، د سنبلې ۱) د ننګرهارپه پوهنتون کې نن لوړو زده کړو ته د لار موندنې په خاطر له څه باندې ۱۶ زده کوونکو دکانکو ازموینه پيل شوه.

د یاد پوهنتون مسولان وایي د کانکور په سږنۍ ازموینه کې ۱۶۶۶۳ تنه نجونې او هلکان ګډونوال دي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وایي په دې ازموینه کې ۲۰۶۱ نجونې ۱۳۱۸۲ هلکان  او ۳۴۸۱ د ختیځ په کچه څوارلسم پاسان او ماسټرۍ پروګرام لپاره ډونوال شامل دي.

په ورته مهال د کانکور ازموینې د کمیټې مشرسید روضت الله مجید وویل،د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د کانکور ګډونوال زیات دي او ډاډ یې ورکړ، چې په بشپړ شفافیت سره به د کانکور ازموینه واخیستل شي.

مسؤلینو د کانکور ازموینې د پیل کېدو وړاندې د کانکور د ګډونوالو او ټاکل شویو کمیټو پر وړاندې مهرلاک شوي صندوقونه پرانیستل او رسماٌ یې د کانکور اخیستو لړۍ پیل کړه .

مسولان زیاتوي، چې د کانکور ازموینه نن پيل او درې ورځې به دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب