تاند، شنبه د سنبلې ۱: سټیفانو پونتیکورو د سولې او بشري حقونو پر فعالانو وروستي بریدونه غندلي دي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت په مناسبت په یوه ټویټ پیغام کې دغه بریدونه غندلي او دا یې د هغه چا کار بللی چې نه غواړي افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.
ښاغلي پونتیکورو د سولې او بشري حقونو فعالان هغه خلک بللي چې په افغانستان کې د یوې تلپاتې او باعزته سولې لپاره هڅې کوي.
هغه دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
"On International Day of #VictimsofTerrorism, we condemn the recent attacks on peace activists & human rights defends who seek dignified peace in #Afghanistan. We reaffirm our commitment to asssist the Afghan people & the #ANDSF in combating terrorism."- #NATO SCR @pontecorvoste
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) August 21, 2020
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په وروستي برید کې د قاصد مرکز مشر او د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس عبدالباقي امین په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
امین ددې تر څنګ د افغان سولې یو فعال غړی وو چې تل یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستو په برخه کې هڅې کولې.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او د روانې جګړې ډیری قربانیان ملکي وګړي دي.