یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کابل د دوو حوزو امرین له ۱۶ نورو امنیتي منسوبینو...

د کابل د دوو حوزو امرین له ۱۶ نورو امنیتي منسوبینو سره یو ځای له دندو ګوښه شول

تاند، شنبه د سنبلې ۱: د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې امنیتي حوزو آمرین د وظیفوي غفلت له امله دندو ګوښه شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه پریکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسؤلینو سره دلیدنې پر مهال وکړه.

ښاغلی ارین وايي چې د دغو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول.

امنیتي مرستیال د کابل امنیتي مسؤلینو ته د خبرو پر مهال وویل، چې د ښار د امنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې زیاتې کړي.

په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې د کابل ښار د امنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

د ۱۶ او ۱۷ حوزو امرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کیږي، چې څو ورځې وړاندې د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱مې کلیزې په ورځ په کابل ښار له بېلا بېلو لورو ۱۴ راکیټي بریدونه وشول چې ۳ ملکي وګړي یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپيان کړل.

په همدې حال کې تېره ورځ ولسمشر غني په کابل کې له امنیتي مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د کابل ښار د امنیتي حوزو روان وضعیت ورته د منلو وړ نه دی او باید په دې برخه کې جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa%d9%8a-%d8%ad%d9%88%d8%b2%d9%88-%da%a9%db%90/

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې وسله والو بریدونو زور اخیستی، چې د نظامیانو سربېره په کې ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب