جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۴ سرحدي پولیس او ۱۰ طالبان...

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۴ سرحدي پولیس او ۱۰ طالبان وژل شوي

تاند (پنج شنبه، د اسد ۳۰) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخېلو په ډنډو سیمه کې تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.

د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي په دې نښته کې ۴ سرحدي پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه راز په دې نښته کې ۱۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپيان شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره اوسمهال سیمه د امنیتي ځواکونو ترکنترول لاندې ده او تازه دمي سرتیري هم ور رسېدلي دي.

خو بل لورته یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ نوکړخېلو ډنډو سیمه کې د شپې یوه بجه د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او پرمهال یې د امنیتي ځواکونو دوه ټانکونه له ځانه سره وړي او دوه یې سوځولي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تاند ته ویلي، چې دوی تېره شپه ګڼو افغان سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او زیاتوي ۲ ټانکونه یې نیولي او ۳ یې سوځولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب