Homeخبرونهد بدخشان اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر د مرستو غوښتنه وکړه

د بدخشان اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر د مرستو غوښتنه وکړه

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: د بدخشان اوسېدونکو د افغانستان د حکومت په شتون کې د تاجکستان له ولسمشر د مرستو غوښتنه وکړه.

د بدخشان د درواز ولسوالۍ اوسېدونکي په یوه وېډیو کې، چې د سیند یوې غاړې ته ولاړ دي په ناهیلۍ سره د تاجکستان ولسمشر ته چې د سیند بلې غاړې ته ولاړ دی وايي، دوی د اوبو، برېښنا، سړک، ښوونځیو او مخابراتي شبکو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان تاجکان چې د تاجکستان ولسمشر ته د نړۍ د تاجکانو د رهبر خطاب کوي په لوډسپېکر کې ورته وايي، چې د افغان تاجکانو د ستونزو حل کول دده مسؤلیت دی او باید د دوی غم وخوري.

د درواز خلکو د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو پیاوړی رهبر او ولسمشر یاد کړی او غوښتنه یې ترې کړې چې د تاجکستان د خلکو په څېر دې د بدخشان اوسېدونکو ته هم خدمت وکړي.

ددغه ولایت اوسېدونکي وايي، د حکومت له لوري ورسره تر اوسه هېڅ یوه کړې ژمنه نه ده عملي شوې او نه هم د دوی ستونزې حل شوي دي.

په وېډیو کې د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان هم د بدخشان خلکو ته د خدمت کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ددغې سیمې اوسېدونکي به په تاجکستان کې د روانو پروژو څخه مستفید شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...