Homeخبرونهامریکايي دیپلومات: د امریکا کانګرس، کابینه او ټول حکومت د اسلامي امارت...

امریکايي دیپلومات: د امریکا کانګرس، کابینه او ټول حکومت د اسلامي امارت خلاف دي

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: که د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېږي امریکا د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړې ته په اشارې سره ویلي، په دې سره د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي تړون ته هېڅ زیان نه رسېږي.

د ښاغلي نیومن په خبره که طالبان د شوې هوکړې په اساس د افغانستان حکومت په رسمیت ونه پېژني او د افغانانو تر منځ خبرې ناکامې او کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېږي، په هغه صورت کې به هم امریکا د افغانستان له حکومت ملاتړ کوي.

نوموړی دغه راز زیاته کړې، د امریکا کانګرس، کابینه او ټول حکومت ددې خلاف دي چې په افغانستان کې دې اسلامي امارت قایم شي.

د هغه په خبره دوی د افغانستان حکومت ته د یوه ستراتېژیک ملګري په نظر ګوري.

رولانډ نیومن هم د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو هېله څرګنده کړې ده.

خو طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون شرط ایښی دی.

حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې یواځې ۸۰ کسان خوشې کړي او د پاتې ۳۲۰ تنه بندیانو د خلاصون لړۍ د یو شمېر هېوادونو د ملاحظاتو له امله ځنډېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...