Homeخبرونهپاکستان: د افغانستان حکومت او د هند استخبارات د پاکستاني طالبانو ملاتړ...

پاکستان: د افغانستان حکومت او د هند استخبارات د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: پاکستان وايي د افغانستان حکومت او د هند حکومت استخباراتي کړۍ د دغه هېواد د طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د پاکستان د طالبانو بېلابېلو ډلو په کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې ناستې تر سره کړي او یو ځای شوي دي، چې ښايي د پاکستان لپاره ستر امنیتي ګواښونه راپورته کړي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي، چې له دغو ډلو د افغانستان حکومت او دغه راز د هند استخبارات ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستاني حکومت هغه ادعاوې چې ګوندې د افغانستان حکومت له پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي رد کړي دي او په بار بار یې ویلي چې د افغانستان له خاورې هېڅوک د ګاونډیو پر ضد ناوړه استفاده نشي کولی.

د افغانستان حکومت بیا د پاکستان ددې ادعاوو په مقابل کې ویلي، چې پاکستان د ترهرګرو د ملاتړ پخوانۍ سابقه لري او اوس هم هماغه پخوانۍ کړنې تر سره کوي، ترهګر روزي او پټنځایونه یې هم په همدې هېواد کې دي.

د افغانستان حکومت تل د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه بللي او زیاته کړې یې ده چې پاکستان تل ددغې پدیدې څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه پورته کوي.

1 COMMENT

  1. د تاند د اداری نه محترمانه هیله کیږی چی دا ډول خبرونه نشر نکړی ځکه دښمن هر ډول تور لګولی شی نو ضروری نده چی د دښمن تور زموږ په پاڼو کی خپور شی ایا کله مو لیدلی چی د جمهور ریس د پاکستان ضد بیان مو په پاکستانی ورځپاڼو یا برښنای پاڼو کی لیدلی نو هیله ده چی دا خبر لدی صفحی ښکته کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...