جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهافغانپوهنتوني نصاب او د ټولنې و بازار عیني شرایط | ربیر افغان

پوهنتوني نصاب او د ټولنې و بازار عیني شرایط | ربیر افغان

زموږ د عام ژوند په اړه یو چا ویل چې یو پر مختللې نړۍ ده، یوه وروسته پاتې نړۍ ده، یوه مخ پر وده او یو زموږ دنیاګۍ ده. خبره يې زموږ تر انتیکو کارونو کوله، رښتیا هم زموږ له عامونو کیسو ور واخله تر خاصو، نسبت نړۍ ته ډېر جالب دي. 

په نوره نړۍ کې ډېر پخوا پر دې بحثونه کېدل چې څنګه وکولای شي د پوهنتون نصاب د وخت او بازار له غوښتنو سره سم کړي، په دې اړه ګڼ پلانونه طرحه او د عمل میدان ته راغلل، کله به له یوه پوهنتون څخه ځانګړې کمپنۍ د کارمندانو غوښتنه کړې وه چې پر دغو شرایطو پوره وي، زموږ ورته اړتیا ده او په دې ډول به د پوهنتون له دورې پر همدغو شرایطو د پوره کیدلو لپاره محصلین چمتو کیدل، دوی که به فارغ شول تیار به کار ورته موجود و، نه به دوی بې کاره کیدل، نه به پر ټولنه بوجیدل او نه به يې وخت ضایع کیده.

فعلا د یوه بل پلان له مخې په غربي هیوادونو کې د پوهنتون دوه راکمېږي، ان په هند کې لا د لیسانس دوره درې کلنه ده، د ماسټرۍ دوه په ځینو امریکايي پوهنتونو کې یوه کال ته را کښته شوې او همداسې به دا کار نورو هیوادونو ته هم غزېږي. د دې کار ګټه داده چې په پوهنتون کې په نظري ډول ویل شوې تیوریانې باید په بازار کې تر وخت تیرې نه شي که محصل په پوهنتون کې زیات وخت تیر کړي، تر فراغت وروسته ممکن د نن په ژر بدلیدونکې نړۍ کې هغه څه چې ده ویلي او زده کړي وي هغه په بازار کې نور د عمل له میدانه وتلي وي او پر ځای يې نور داسې څه را منځته شوي وي چې ده په خپله تعلیمي دوره کې اوریدلي هم نه وي، نو په دې ډول د پوهنتون او بازار ترمنځ واټن را پيدا کیده چې د همدې د مخنیوي لپاره تعلیمي دوره کمېږي او په لنډ وخت کې هم هغه څه ورته وايي چې بازار اړتیا ورته لري.

زموږ په هیواد کې دغه فورمول کار نه ور کوي، دلته نه د دیني زدکړو په برخه کې دا اصل په پام کې نیول کېږي او نه د دنیوي. په اقتصاد کې یو اصل دا دی چې که هر شی تر تقاضا زیات بازار ته وړاندې شي اهمیت او ارزښت يې کمېږي، که هر شی له تقاضا پرته وړاندې شي نو هيڅ ارزښت به ونه لري.

زموږ په ټولنه کې دا دواړه کارونه ښه په پيخر کېږي؛ هم تر تقاضا زیات عرضه لرو او هم داسې عرضه شته چې ټولنه يې هيڅ تقاضا نه لري. له دې امله نو لوستي کسان بې کاره دي، په ټولنه کې نه جذبېږي، کاري وړتیاوې يې کمې دي، ټولنه چې کوم شي ته اړتیا لري موږ هغه نه وړاندې کوو، بلکې تر وخت تیره عرضه موږ لرو او ټولنه چې د یوه شي په اړه کمه تقاضا لري موږ يې څو فیصده زیاته وړاندې کوو.

په دې توګه مو د پوهنتونو او بازار ترمنځ انډول خراب کړی دی چې اوس د خلکو پر پوهنتونو باور په کمیدو دی. له ما سره په دفتر کې ای ټي یو نوی ځوان و چې له کمپيوټر ساینس څخه فارغ شوی و، د کمپيوټر ډېر کوچنی مشکل يې نه شوای حل کولای، خو بل لور ته یو پخوانی تجربه کاره مامور وو چې په ایټي کې مدیر و، هغه به په دوې دقیقې حل کاوه. عیني همدغه ډول مشکل د بازار او پوهنتوني نصاب او محصلینو ترمنځ هم دی، د بازار تجار یو کار کولای شي خو د پوهنتون څخه ور فارغ په هغه کار نه پوهېږي او نه يې شي کولای، چې دا کار د عامو خلکو ذهنیت د پوهنتونو په وړاندې خرابوي او پر لوستو کسانو يې باور کمېږي.

هر نصاب باید د وخت غوښتنې په پام کې ونیسي، په لنډ وخت کې اپډيټ شي، د پوهنتون خلک باید پر ټولنه او بازار سترګې ښخې کړي چې هلته هر بدلون راتلی دوی يې په نصاب کې ځای تعین کړي، هلته چې هره تقاضا پيدا کیدله دوی يې له پوهنتونو څخه عرضه وړاندې کړي، په دې ډول انډول سم ساتل کېږي او که دوی هسې خلک فارغوي دې ته نه کتل کېږي چې د کومې برخې دی او اوس ورته اړتیا شته که نه، نو به لکونه کسان لکه زموږ د ټولنې له پوهنتونه ډګري اخیستې د دولتي او شخصي دفترونو دروازه په دروازه ګرزي خو د کار ساحه به يې ورته نه موندله کېږي، دا مشکل د محصل نه دی د نصاب دی چې له لویه سره ناسم او د وخت له غوښتنو سره ناموافق جوړ شوی دی.

یو لنډ مثال يې زموږ د علماؤ او نورې نړۍ د علماؤ راواخلئ! ولې يې ترمنځ د ځمکې او اسمان توپیر شتون لري؟ همدغه خبره ده، نصاب تر وخت تیر دی، ټولنه چې د څه شي اړتیا لري، هغه مدرسه نه وړاندې کوي، څومره چې ورته اړتیا ده هغه کمیت ته پام نه کېږي، نتیجه يې په ټولنه کې د بې کارۍ اوج، پر علماؤ د خلکو د باور کمۍ، د دیني مدارسو څخه د خلکو خپګان او له ټولنې سره د علماؤ فاصله پیدا کیدل دي چې ملامتیا يې خپله مدرسو او د هغوی منتظمینو ته ور ګرزي.

ژوند ډېر جالب دی، واګې يې ستا په لاس کې دي، پر مختګ پکې کوي او که وروسته پاتېوالی دې خوښ دی؟ په تعلیمي او علمي مرکزونو کې د معیارونو ټیټوالی د ټولنې په وروسته پاتېوالي کې لوی لاس لري، هیله ده اړوندې ادارې دې لورته پام وکړي او وضعیت تر بیخي ډېرې خرابېدا مخته درک او حللار ورته وټاکي.

۲۰۲۰/اګست/۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب