تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۸) د ایران د سوداګرۍ خونې رییس حسین سلیمي وایي، چې په دې وروستیوکې یې افغانستان ته صادرات ډیرشوي دي.
سلیمي ویلي، تمه لري، چې سږکال به افغانستان ته تر ۳ میلیارده ډالرو صادرات ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوداګرۍ برخه کې هیڅ ستونزه نشته او اوسمهال له میلک او دوغارون بندرونو څخه صادرات په عادي ډول پرمخ ځي.
هغه زیاته کړې، چې له دې وړاندې په یادو بندرونو کې ډيرې ستونزې موجودې وې خو په خبره یې اوس دا هېځ ستونزې نشته.
نوموړي ویلي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د کورونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه بندیزونو له امله د صادراتو کچه کمه شوې وه خو په وروستیو څو میاشتو کې یې صادرات زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنه هم کړې ده.
https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%da%86%d8%a7%d8%a8%d9%87%d8%a7%d8%b1%d8%a8%d9%86%d8%af%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d8%af/
د افغانستان دولت باید د صادراتو او وارداتو نسبي تعادل د هر هیواد سره وساتي، مونږ نشو زغملی چې ایران دې سبا له د پاکستان لوبې له مونږ سره وکړي، دا ایراني صادرات چې تر درې ملیارده ډالرو رسیږي، که سبا له یې دوی په مونږ بندوي، دا به زمونږ په دولت یو فشار وي، نو مونږ باید پرینږدو چې د پردیو هیوادونو لخوا په اقتصادي قبضه کې راشو، که د هغوی صادرات درې ملیارده وي، زمونږ واردات هم باید یاد هیواد ته درې ملیارده شي.
د تجارت او سوداګرۍ خونه د کابل په پای کې راپور ورکوي، ښه خبره به دا وي، چې دغه نکتې په پام کې ونیسي.
دخوشحالی خبربه هغه وخت وای چه ویلی دوای دافغانستان صادرات ایران ته سږکال دری ملیارده دالرو ته رسیږی
موږ ته د ګاونډیانو او نورو ګانډوګانو د میلیارډونو ډالرو د وارداتو پر ځای که د زرو ډالرو په ارزښت سوله او سوله ایز مواد او سوله ایز عملی پیغامونه هم وارد کړه سی نو موږ ته به هر څه وی. زموږ وولس نن ورځ تر بوغۍ او چیپس او اَم او پاڼ او پاکستانی سګریټ او چاکلیټ او…..سولی ته سخته اړتیا لری.