یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت دافغانستان په اړه د پاکستاني پوځ تورونه بې اساسه بولي

دفاع وزارت دافغانستان په اړه د پاکستاني پوځ تورونه بې اساسه بولي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۸) د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د پاکستاني پوځ هغه خبرې رد کړې، چې ویلي یې وو د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموي.

فواد امان په یوه تازه مرکه کې ویلی، چې د پاکستاني پوځ وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي.

د نوموړي په خبره ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې پاکستان کې د ترهګرو روزنځایونه او پټنځایونه دي خو به خبره یې اوس دوی هڅه کوي د نړیوالو په سترګو کې خاوره وشیندي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ یوې ډلې ته په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ ادعا کړې ده، چې د جماعت الاحرار ډله بېرته د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شوې او دواړه ډلې په افغانستان کې پلانونه جوړوي او وروسته یې په پاکستان کې عملي کوي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان ملي امنيت رياست بايد هغو وسله والو ته پناه ځای ورکړي کوم چې د پاکستاني رياست پر ضد جهاد کوي، د افغانستان کاميابي همدې کې ده چې بلوڅ بېلتون پالي او پاکستاني طالبان تقويه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب