دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېاقتصاداجمل احمدي او د افغانستان بانک وروستي پرمختګونه

اجمل احمدي او د افغانستان بانک وروستي پرمختګونه

د حقپال لیکنه

له ډیر وخت راهیسي د افغانستان بانک د رییس اجمل احمدي پر خلاف لیکنې او راپورونه خپریږي، داسي چی ګویا غیرقانوني کړني ترسره کوي او د بانک یو شمیر کارمندان یي د قانون د حکمونو پرخلاف منفک کړي دي. پر دي سربیره، دا یې هم په اړه ویل کیږي چي ګواګي د څلورو ساعتونو لپاره یی د بانک بریښنا پري کړي ده او په دي ډول یي د بانک خزانه چور کړې ده. بله ادعا دا کیږي چې ګویا افغان نه دی، او د لبنان اوسیدونکی دی.

له ډېرې مودې راهیسې، دا او دې ته ورته ټول موارد د رسنیو او اجتماعي پاڼو له لوري ښه په درز کي خپریږي، دا په داسي حال کې ده چي رسنۍ په دې اړه د هر ډول عادلانه قضاوت او پلټنو پرخلاف دغه راپورونه خپروي، نه رسنیز اخلاق په پام کي نیسي او نه هم د چا شخصی حریم ته په درنه سترګه ګوري. بس څه هم چي ورته وویل شي نو په سبا یي د خپلې پاڼې او  یا هم تلویزیون سرټکي جوړ کړي.

زه د افغانستان بانک د یوه داسي کارمند په ډول چي له نږدې شلو کلونو راهیسې په دغې ادارې کي کار کوم او له ټولو حقیقتونو څخه خبر یم، غواړم چې د ښاغلي اجمل احمدي په وروستیو کارونو داسې رڼا واچوم:

اجمل احمدي، د افغانستان بانک ټول هغه کارمندان له دې بانک څخه وشړل چا چي فکر کاوه دا بانک ورته د مور او پلار نه په میراث کي پاتې دی، لسګونه کلونه یي په دي بانک کي دندې ترسره کړې وې، په میلیونونو افغانۍ یي حیف و میل کړې وې. ما ولیدل چي د همدې لیرې شویو کارمندانو یوازې یو یي چي نه غواړم نوم یي دلته یاد کړم، شپږ اتیا زره ډالر د سفر له مدرکه ترلاسه کړي وو، په اصطلاح چي دا یي یوازي سفر خرچه وه، نور خو پریږده چي په میلیونونو افغانۍ یي د معاش له مدرکه خپل جیب ته وړل، او دا معاشونه یي هم په خپله خوښه وو خپلو ځانونو ته تعین کړي ول. له دوی یي هر یو چي په دنده ګمارل شوی نو له خپلي کورنۍ یي پنځه او لس نور هم راوستي او په همدي بانک کي یي پر دندو ګمارلي دي، د بانک له بودیجي یي ورته لوړ لوړ معاشونه تعین کړي دي، سفرونو ته یي لیږلي او آن دا چي د بانک له پیسو یې ورته د لا ډیرو زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. پر دې سربیره د بانک له پیسو یي ورته په میلیونونو افغانۍ پور هم ترلاسه کړی دی.

زه نه پوهیږم چي دا ولس ولې د غفلت په خوب ویده دی، ولې نه غواړي په حقیقت پوه شي، ولي د درواغو او پروپاګند ډک خبرونه اوري، ارزونه یي ولي نه کوي، ولې د دې پر ځای چې خپل ځان ته رښتیا معلوم کړي د دوی په درواغو باور کوي؟ مګر همدغو منفک شویو میراث خورو مامورینو داسي اوازې خپرې نه کړې چي ګویا د بانک برقونه ولاړل، کامرې له کاره ولوېدلې، او اجمل احمدي له خزانې یو څه اندازه پیسي له هیواد څخه بهر انتقال کړې، مګر همدی ولس په دي خبر باور ونه کړ؟

رښتیا دا ده چې که اجمل احمدي غوښتل نو کولی یې شوای چي له هماغو پیسو چي مبلغ یي میلیاردونه ډالر کیږي او لا وار د مخه له افغانستان د باندي د نورو هیوادونو په بانکونو کي زیرمه دي، په خپل یو لاسلیک خپل او یا هم نورو حسابونو ته انتقال کړي،  نو دي ته څه اړتیا ده چي د بانک برقونه دي پري کړي، کامرې دي بندي کړي او بیا دي پيسي واخلي او چیرته دي یي ځای په ځای کړي، د عقل خاوندان نه شي کولی د احمدي پر خلاف دا او دې ته ورته له درواغو په ډکو خبرونو باور کړي. دا کار یوازې د دي لپاره کیږي چې احمدي د ولس په اذهانو کي منفور رابرسیره کړي.

هغوی چي منفک شوي، دا ادعا هم کوي چي ګواګي محترم احمدي د لبنان تابعیت لري او هیڅ افغان نه دی.

محترمه !

دا ته چي د افغانستان تبعه یي نو څه دي کړي دي، مهرباني وکړه یوه لاس ته راوړنه خو دي وښایه، د خپلي دندي د ترسره کیدو په دي لسګونو کلونو کي دی پرته له فساد، چور او تالان دي ولس ته څه کړي دي، دی بانک ته دي څه کړي دي؟ مګر مونږ ړانده وو؟ دا مو نه لیدل چي تاسو د بانکي سکتور د مافیا سره لاسونه یو کړي ول؟ مګر مونږ نه لیدل چي د همدي مافیا حکمونه به مو اخیستل او هغه به مو د افغانستان بانک له لیاري تطبیقول؟ هم تاسو د بانکي مافیا د مشرانو په زور د افغانستان بانک په همدي بستونو ونه ګمارل شوئ؟ تاسو ووایاست چي تاسو د افغانستان بانک مامورین وئ، او که د همدي سکتور د مافیایي کړیو د مشرانومامورین؟ تاسو چا د دومره پیسو، موټرو، د دوبۍ د اقامو او کورونو خاوندان کړئ؟ زه هم یو مامور یم او تاسو هم، زه تر اوسه د ځان او کورنۍ لپاره یو شخصي موټر نه لرم او تاسو بیا څه نه لرئ؟، د څه کمی لرئ؟ تاسو دا دومره شتمنۍ له کومه کړې؟ دا کورونه مو چي اوس په کي میشت یئ له کومه کړل؟ مګر د حق حلال معاش له لیاری هم تاسو کولای شوب دا هر څه ترلاسه کړئ؟ رښتیا دادي چي همدا تاسو د دي باعث شوئ چې په بانکي سکتور د خلکو اعتبار ته زیان ورسیږي، د کابل بانک قضیه همدا تاسو رامینځته کړه، همد اوس که ښاغلی احمدی نه وای راغلی نو څو نور بانکونه مو هم سقوط ته برابر کړي ول، دا خو ښه وه چي احمدي صاحب د بانک د ټولو د رییس پر توګه په دنده وګمارل شو که نه نو تاسو خو دي ته چمتووالی نیولی وڅو د کابل بانک تجربي بیا تکرار کړئ.

آیا تاسو کوم سند لرئ چې ثابته کړئ چي اجمل احمدي د لبنان دی؟ او که فرض کړو چې ښاغلی احمدی د لبنان هم دی، ستاسو دا ستر درواغ د یو څو لحظو لپاره د حقیقت په توګه ومنو، نو تاسو ته خو خدمت کوي. که یي تاسو لیري کړئ، نو پر ځای یي څوک له لبنان را نه وړل، بلکه همدا د تاسو نور وړ ورونه او خویندي یي د تاسو پر بستونو وګمارل. غلا یي نه ده کړې، لکه تاسو چي چور چپاول وکړ، ده خو دا کار ونه کړ، اداري کړنې یي چټکې کړې، بانکونه یي متوجه کړل، د فساد کچه یي صفر کړه، د جعل او تزویر مخه یي ونیوله او نور.

تغیر، تبدیل او انفکاک دا یو منل شوی اصل او حقیقت دی، اداري اخلاق دا ایجابوی څو مامورین دا هر څه په سړه سینه هم ومني او هم یي وزغمي، لاکن پریوتي خلک بیا د خپل انفکاک په وړاندي داسي غبرګون ښایي چی د خلکو شخصی حریم ته داخلیږي، د هغه د شخصیت جرحه کوي، ښکنځلي ورته کوي، په بدو نومونو یي یادوي، د غلا تور پرې پورې کوي، د نورو هیوادونو تبعه یی بولي او نور. راځئ دا ومنو چی دا هر څه د ایمان او غیرت پرخلاف کړنې دي، اخلاق هم د دې اجازه نه ورکوي، افغانیت هم او اسلامیت هم.

مونږ یوه اسلامي، افغاني او اخلاقي جرئت ته اړتیا لرو، راشئ دا جرئت او جسارت وکړو، خپل تغیر، تبدیل او انفکاک د یوه اصل په توګه ومنو، پرې راضي شو، په ډیر احترام اداره پریږدو څو نور یي مخ ته یوسي، نورو ته مزاحمتونه ونه زیږوو، کینې ورسره ونه پالو، تورونه پرې پورې نه کړو، غله یي ونه بولو، دسیسي ورته جوړی نه کړو، شخصي حریم باندي یي یرغل ونه کړو، راځئ پرې یي ږدو خپلي زده کړی او تجربي وازمایي او له دې لارې هیواد ته خدمت وکړي. د افغانستان بانک رییس د ولسمشر د لزوم دید پر اساس د بانک ریاست ته غوره شوی، هغه حق لري، د پاک او ناپاک ترمنځ‌ تفکیک وکړي او سره یي جدا  کړي. که مونږ ناپاک یو نو باید خپله سزا ووینو او که پاک یو نو صبر وکړو، په همدي کي زمونږ ، زمونږ د کورنیو او زمونږ د هیواد خیر او فلاح وینم او هیله مي هم دا ده چي دا کار ترسره کړو.

تل دې وي افغانستان

ړانده دې وي د افغانستان د خپلواکۍ او ښېرازۍ دښمنان

2 COMMENTS

  1. ښاغلی ځلاند صاحب تر اخره می ستالیکنه ولوستله چه پوه شم چه ښاغلی اجمل احمدي د کوم ځای دی؟ مګر بیا هم اصلی موضوع دې ګونګه پریښی ده. چه نومړی ښاغلی څوک دی؟ کیدایشی تاسو یی پیژنی خو نورو خلکو ته هم معلومات ورکړی چه دغه ښاغلی څوک دی؟
    په مننی سره

  2. د اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستۍ د وخت لاسته راوړنو يادونه دی کړې نه ده چې هلته يې کوم ګلان دوړولي وو…په د افغانستان بانک کې د اجمل احمدي او عبدالغفار داوي ملاقات په اړه دی هم څه ويلي نه دي چې په دغه ملاقات کې يې هغه د کابل بانک بحران څنګه حل کړ…د اولسمشر غني خياطي خو ډير ښه کار و، خو دومره هم ټيټ شوئ چې اوس مو د احمدي غوندې لبناني لپاره وطنفروشي پيل کړه. په ليکنه کې دی د برق او امنيتي کيمرو بنديدو خبره کړې ده چې تا رد کړې خو بانک پخپله اعلاميه کې منلې ده… تا يو ناکام کوښښ کړی چې دا غوليډلی اولس لا هم وغولوي او غله پری حاکم پاتې شي. دواړه لاسونه دی غوړو کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب