Homeداسې هم شتهنن خلیفه برج د افغانستان د بیرغ رنګ غوره کوي

نن خلیفه برج د افغانستان د بیرغ رنګ غوره کوي

نن ماښام د دوبۍ خلیفه برج د اسد د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د افغانستان ملي بیرغ په رنګ سینګاریږي.

دا برج په نړۍ کې تر ټولو لوړه ودانۍ ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت کلتوري رییس صدیق امرخیل په دې اړه رسنیو ته وویل چې نن شپه به د دوبۍ برج خلیفه، چې د نړۍ تر ټولو لوړ او ښکلی برج دی، د افغانستان په درې رنګه بیرغ سره به سینګار شي.

تېر کال هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کالیزې په ویاړ دا برج د افغانستان د بیرغ په درو رنګونو سینګار شوی و.

هیره دې نه وي چې د افغانستان د خپلواکۍ بیرته ګټلو کلیزه هر کال د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو لمانځل کیږي.

د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ یو شمیر نورو مشرانو افغانستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکې رالیږلې ده..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...