یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړ انځوریز نندارتون پرانیستل...

ننګرهارکې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړ انځوریز نندارتون پرانیستل شو

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۸) د ننګرهار په مرکزجلال اباد ښارکې د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړ انځوریز نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون په جلال اباد ښارکې د شاه غازي آمان الله خان د مزار ترڅنګ پرانیستل شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئيس رحیم الله خوږیاڼی وایي، چې دا نندارتون یې د ځوان نسل د فکري روزنې په خاطر جوړکړی او په خبره یې په کې د اماني دورې انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

نوموړی وایي، د دې سربېره یې په دې ولایت کې بیلابیل پروګرامونه هم پر لاره اچولي دي.

په ورته مهال له دې نندارتون نه لیدونکي فرهنګیان دا ډول پروګرامونه د نوي نسل په فکري روزنه کې ګټور بولي او وایي، په دې سره نوی نسل د خپلو تېرو مشرانو له کړنو خبریږي.

فرهنګیان له مسولانو غواړي، چې راتلونکي کې دې د دا ډول ملي ورځو د نمانځي په موخه د خپلواکۍ له ورځې څو ورځې وړاندې په دې ویاړ مشاعرې اوعلمي ورکشاپونه په لاره واچوي.

دوی دغه راز په جګړه کې له ښکېلو لوریو هم غوښتنه کوي، چې ژر بین لافغاني خبرو ته حاضر شي او سوله وکړي.

د جلال اباد ښار په واټونوکې هم په زیات شمېر ښاریان د خوښیو مېلې کوي او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځانونو سره لېږدوي.

د اسد ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ په ټول هېواد په بیلابیلو ډولونو نمانځل کیږي.

افغانستان ته د بیا ځلې لپاره خپلواکي شاه غازي آمان الله خان په کال ۱۲۹۸ کې له انګریزې ښکېلاک څخه ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب