Homeخبرونهغزني کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷...

غزني کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۸) د غزني ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، چې تېره شپه د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه کورله نا معلوم لوري د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

دوی وایي په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د ځایي خلکو په خبره په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان شامل دي.

خو په ورته مهال د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د پېښې وایي، چې دا پېښه د اندړو ولسوالۍ لاغرجوی سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي د هاوان یاده مرمۍ پر یو کور هغه مهال لګېدلې، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا مرمۍ د چا له لوري توغول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...