پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهټرمپ وایي، له افغانستانه د سرتېرو ايستل زما ستره لاسته راوړنه ده

ټرمپ وایي، له افغانستانه د سرتېرو ايستل زما ستره لاسته راوړنه ده

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۸) د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د سرتېرو ايستل د نوموړي ستره لاسته راوړنه ده.

ډونالډ ټرمپ په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي، امريکا به تر ولسمشريزو ټاکنو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر څلورو يا پنځو زرو راکم کړي.

ټرمپ دغه راز ټينګار کړی چې په سوريه او عراق کې يې خپل سرتېري راکم کړي دي. نوموړي دا خبرې د هغه پوښتنې په ځواب که وکړې چې د ولسمشرۍ پر مهال نوموړي امريکا ته څه کړي دي؟

ټرمپ دغه راز وويل، پر ايران فشارونه او د اسراييلو او عربي متحده اماراتو تر منځ د اړيکو عادي کول هم د ده په لاسته راوړنو کې شامل دي.

د روان لمريز کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا تر منځ د هوکړې له مخې بايد دغه هېواد په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...