سه شنبه, مې 21, 2024
Homeټولنیزتاریخد (لیډې سیل) په یادښتونو کې د غزني پيښو ته لنډه کتنه

د (لیډې سیل) په یادښتونو کې د غزني پيښو ته لنډه کتنه

اسدالله بلهار جلالزی

د لیډې سیل په ورځنیو یادښتونو کې هغې د خپل ځان او یرغمل شویو ملګرو په اړه لیکلي دي. زما ذهن ته نوي موضوعات تداعيي کړل. دغه کتاب ته په دري کې (شبخون افغان) او پښتو کې هم ورته (د پښتنو یرغل ) نوم ورکول شوی دی. دغه یاداښتونه د افغان – انګلیس د لومړۍ جګړې د ځینو پیښو یادونه کوي. که ښه ځیر شو په دې یاداښتونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې داسې پیښې بیان شوي چې تر ډیره يي موږ په اړه کره معلومات نه  لرو، دا پیښې ډیرې حیرانونکې هم دي.

 په دې لیکنه کې د غزني په ولایت کې  ځیینو پيښو ته لنډه کتنه کوو. خو مخکې اړینه بولم یو څه د لیډې سیل په اړه هم څه معلومات وړاندې شي.

مېرمن لیډې سیل د جنرال سیل ښځه او له نن څخه کابو یو سل او اتیا کاله پخوا دافغان او انګلیس په جګړه کې برخه واله وه. دې د انګریزې لښکرو په لیکو کې خورا مهمه دنده درلوده. د ۱۸۴۱-۱۸۴۲ کلونو په ترڅ کې د هندې کمپنۍ او په افغانستان کې د انګریزې لښکرو د اړیکو، تلګراف او پیغامونو د اخیستولو، لیږلو او معلوماتو د شریکولو چارې سمبالولي. لیډې سیل د هغوو یرغمل شویو انګریزانو په ډله کې هم وه. کوم چې له وزیر محمد اکبرخان سره یرغمل وه. چې په کې دانګریزې لښکرو جنرالان، مېرمنې او ماشومان شامل ول. لیډې سیل د یرغمل په موده او له هغې وړاندې شپو ورځو کې هم خپلې خاطرې او د سترګو لیدلي کتلي د ورځینو یاداښتونو په بڼه بیان کړي. هرې پیښه خپله نیټه لري. دې تر خپله وسه وسه هڅه کړي چې په دې یاداښتونو کې ریالیستکې روده په پام کې ونیسي، خو کله کله بیا هم خپله کینه ورڅخه په ډاګه کیږی. د لیډې په یاداښتونو ګې تر ډیره هڅه شوي چې د ورځینو جګړو، لښکرو ته د اکمالاتو، له افغاني غازیانو سره د معرکو تر خوا د مرکو او خبرو اترو، د مکناټن د لارښوونو او انګریز پوځ د جنرالانو او عسکرو کړو وړو او بیا د یرغمل په موده کې د افغانانو د مېلمه پالنې، زړه سوی، مهرباني په تیره بیا له ماشومانو او ښځو سره د دوې له خواخوږې نه ډک نرم چلند، دافغانانو د خوړو، او آن د کابل د تازه مېوو په اړه معلومات وړاندې شوي دي. زما له پاره دا موضوع ځکه په زړه پوره وه. چې د انګلیسې لښکرو په وړاندې د نورو افغانانو ترڅنګ د غزني شازلمو هم انګریزانو ته د ماتې  ورکولو او د بریا او سوبې تر بریده اوږه په اوږه برخه اخیستي. او له انګریزانو سره په لومړنۍ جګړې کې د غزني ولسونو هم د افغانستان له نورو ویاړمنو او سوبمنو ولسونو سره یو ځای منډې ترړې کړي، د هغوئ د یرغل په مقابل کې يي لا یرغلیز اقدامات تر سره کړي. د بیلګې په ډول مېرمن لیډې د خپلو خاطرو د کتاب په ۹۱ مخ کې دغزني یادونه داسې کوي.

د ۱۸۴۱ کال د نوامبر ۲۲

(ویل کیږي چې کیپتان « وود برون» ((Woodburn) له خپلو یوسل او دیرشو کسانو سره د د هندوستان له لارې غزني ښار ته نژدې شو. هالته په غزني کلا کې اړاو وغول شو. چې وروسته بیا ووژل شول، په پیل کې دوئ ټولو ته د دوستي او دګواښونو د نشتون خبره شوي وه. آن چې ورسره تړون يي کړی وو. خوارکی وودبرن د غښتلو مټواو قوي تن درلودونکی و. چې دی د  څلورو یا پینځو کسانو له خوا ووژل شو. همدا ډول دوه ریجیمنت نور عسکر هم چې د کندهار له لوري د کابل په لوري را روان ول. د لارې په اوږدو کې د دښمن له لوري ونیول شول او بیا ووژل شول) موږ ته د لیډې سیل په دې یاداښت کې روښانه شوه چې د ۱۸۱۴ کال د نوامبر په دوه ویشتمه نیټه د افغان – انګلیس د لومړي جګړې په پیل کې دغزني شازلمېانو هم هغه دین او رسالت چې د هیواد نورو غازیانو او شازلیمانو د خپل پلرني هیواد په وړاندې ادا کاوه دوۍ هم په ښه ډول ادا کړی.

د همدې مېاشتي په ۲۹ نیټه  بیا هم  د انګریزي لښکرو د مرستې له پاره غزني ته د یوه قطعې د لیږلو خبره کیږي. لیډې وايي: ( د دې له پاره چې د دښمن د سپرو ټولګیو عسکر د غزني په لوري زموږ د عسکرو په وړاندې  چې زموږ د مرستي له پاره کابل ته راتلل د روانیدو په حال کې لیدل کیدل خو نن د دښمن پیاده قطعات هم د بي بي مهرو په شاوخوا کې لیدل کیدل او زموږ له لوري تر اور لاندې نیول شوي وو.)

په یوه بل یاداښت کې بیا هم په غزنی کې د پيښو په تړاو د انګریزانو د یوه مشهور قوماندان سټورات د ورځینو فعالیتونو په اړه داسې لولو. چې نوموړی قوماندان څنګه په هیواد کې د کلاګانو او لارو په ویجاړې کې برخه اخلي او د همدې ویجاړیو له امله په څومره درنښت ورنه يادونه کوی . همدا قوماندان بیا د انګریزې لښکرو د نورو جنرالانو له لوري ستایل کیږي.
( د ۱۸۴۱ د سمبر ۶ نیټه )

« ستوراټ» د شپې تر یوې بجې پورې بوخت و.  هغه وکولای شول چې د دښمن کلا ته نژدې لغم  والوزوي او سړک هم وتړب. هغه قاصد چې د شاه شجاع له لوري د معلوماتو او اطلاعاتو د تر لاسه کیدو له پاره غزني ته استول شوی و. د لارې په اوږدو کې ونیول شو.  یعني هغه قاصد په غزني کې نیول شوی و د همدې قاصد په وینا چې د قلات غلزایانو یو پیغام امېن الله خان ته یو پیغام کې ویلي وو. که چېرته دوئ ته توپونه او کسان ونه لیږل شي. دا به سخته وي چې د انګریزانو د پادشاه ( شاه شجاع) مخه  دي ونیوله شي.  له دې امله چې  د غزني  قره باغ  کې د انګریزانو پینځه دلګي  له  سلو سپرو  او پینځو توپونو سره را رسیدلی ول او د له قره باغه  تر غزني پوره د دوو ورځو لاره نه ده. همدې راپورچې دا خبره هم کوله که چېرته زما خبره درواغ شوه نو بیا مو د غزني په محبس کې اعدام کړئ، خلکو د دغه راپورچې څخه معلومات تر لاسه او بیا يي  بیرته خوشی کړ.

( د د سمبر ۱۷ نیټه)

د همدې مېاشتي په اولسمه نیټه په یاداښتونو کې چې د جنرال سیل له لوري دوئ ته  داسې خبرونه او معلومات را رسیدلي دي.

۱ـ  یو خو له انګریزي لښکرو سره د سیکانو له لوري د مرستو نه کول او ورنه ډډه کول یاد شوي . چې دا په خپله د دوئ د ناسمو کړنو په اړه د سیکانو په غبرګون اعتراف دی.

۲ـ تر خوا يي د کندهار او کلات د ځینو خانانو او د عمومې وضعیت د بیانولو ترخوا يي په توپ د یوه خان الوزل هم یاد شوي.  چې دا هم د دوئ یعني انګریزانو له خوا له خلکو او ولسونو سره د دوئ په ناسمو کړنو او چلند باندې اعتراف بلل کیږي. له دوئ سره چې هر هغه کوم څه افغانانو ورکړل. په حقیت کې د دوئ د عمل، فعل او کردار په مقابل کې غبرګون و. له دې پرته بل څه نه شي بلل کیدلای. وګورۍ هغه تلګراف چې دوئ ته رسیدلی.

«موږ ته د جنرال سیل له لوري نوی خبر راورسیده هغه یادونه کړي وه. چې سیګانو له موږ سره له مرستي څخه نټه وکړه. په دې توګه دوئ تړون مات کړ. ځکه هغوئ پوهیدل چې په پنجاب کې حالات بدلیدونکې او عسکری سوقیات هم جدي کیدونکې دي. همدا ډول بل تازه خبر هم دادی. چې  کندهار او کلات ته غلجیان راغلي. خبر دادی چې عمومې حالات د هغوئ د ټینګو کړنو په پایله کې جدي کیدونکې دي. د نورو د عبرت له پاره مې ځینې خانان په توپ والوزول او ټیکاو را منځ ته شوی دی. په داسې حال کې چې د غزني ښار په محاصره کې دی. د یوې ورځي خوراکې توکې برابر شوي. همدا ډول موږ ځینې اوښان چې د ښمن يي دلیږدولو له پاره کاروي . یو فرد اوښ په یوسل او پینځوس کالدارو  وپلورول . خو د حرکت کولو د ورځي ټاکل بیا د شاه شجاع په امر پورې اړې لری. لیډې سیل زیاتوي. دا معلومه نه وه چې شاه شجاع له موږ سره د لودیانه په لوري حرکت کاوه، که مکې شریفې ته ځی او یا دا چې د عمومې حرکت ورځ لا ټاکلي شوي نه ده)

(د دسمبر ۲۰ نیټه)

د انګریزې لښکرو قوماندانانو او د دوئ سیاسي استازې مکناټن ته چې د افغانانو په ذهنونو کې ورته د افغانستان د واکمن په سترګه کتل کیدل. د افغانانو په زړونو کې د غچ او انتقام اورونه تل ژبغړانده وو. په تیره بیا له مکناټن  نه  خو د افغان غازیانو زیاته کرکه هم کیده. ان چې ویل کیدل،  د ده د وژل کیدو له پاره خو د افغان غازیانو په لیکو کې دریو غازیانو په قرآن عظیم الشان هم سوګند یاد کړی و. مکناټن د خپلو لښکرو د خوندیتوب او شاشجاع د تخت د دوام په خاطر تل له افغان مشرانو سره خبرې اترې کولې. که څو وکولای شي چې د شاه شجاع لړزانده تخت تکیه کړی. لیډې سیل د دې خبرو اترو په اړه وايي:

( سفیر مکناټن تیره شپه له افغان مشرانو سره لیده کاته وکړه. هغه ویل: چې هغوئ د متارکې درناوی کوي. خو مکناټن په ویره کې و. هسې نه چې موږ يې په ماتولو کې اقدام ونکړو. خو هغوئ( افغانانو) خپل شرایط هره ورځ بدلول او لوړول. هغوئ غوښتنه کوله چې  موږ باید توپونه او جبه خانه دې د ساتلو له پاره محمودخان کلا ته یوسي. هغوئ له مکناټن څخه د کپتان ( اولیور) غوښتنه بیا ځلي هم وکړه. خو هغه له دې امله چې (اولیور) یو مهم شخص دی له تسلیمدو يي انکار وکړ. خو هغوئ ( افغانان) د بریګیډیر(شلتون) او( ګرانټ) او« کنللي» غوښتنه هم کوي… ) لیډې سیل د خپلو یاداښتونو په دوام د غزني ښار د خلکو په اړه بیا داسې کاږي.

( له بلې خوا ویل کیدل چې د غزني ښار خلکو له دښمنانانو (یعني غازیانو) سره لاس یو کړی دی. له بالاحصار او کابل دروازې پرته نور يي د غزني په ښار او شاوخوا کې زموږ عسکر له ماتې سره مخ کړي. له یو بل نه  سره جلا او تيت پرک کړي دي. همدا ډول باید یادونه وکړم چې که د ( سټوراټ) وړاندیز چې عسکري ځواک او قوه دي، دې خوراکې توکو له پشپړې ذخیرې سره په بالاحصار کې یوځای شي. منل شوی وای. نو له بې شکه چې موږ به له داسې سپکاوي او توهین سره نه مخ کیدلو. که څه هم د غزني د عسکرو د ملاتړ او مرستې له پاره موږ له کندهاره تازه دمه سرتیري هم ولیږل. خو د واورې د ډیروالي، د لارې د خرابوالي له امله ونه توانیدل چې هالته ځانونه ورسوي…)

د لیډې سیل د یاداښتونو د ورځو پرله پسي لړۍ کله نا کله پرې شوي. چې یو دلیل يي ښايي دا هم وي  کله چې دوئ په ساړه ژمې کې له کابل څخه د خورد کابل په لورې روانیږي. د همدې سفر په ترڅ کې به ورڅخه ځینې یاداښتونه د دې له ګوتو وي. یا هم کله چې یرغمل کیږي. چې دې هغې دورې ته هغې د ( حبس) دوره ویلې. کاغذ، کتابچه او قلم نه وي رسیدلي. په هر حال چې دا لړۍ یو څه پرې ده. د لیډې سیل په یاداښتونو کې چې د دوو کلونو په موده کې لیکل شوي. دي د ۱۸۴۲ مېلادي کال د اپریل په اتمه نیټه  یاداښت کې چې د کتاب په ۱۹۵ مخ کښل شوی دی بیا د ځینو تاریخي پیښو لکه د شاه شجاع د وژل کیدو او بیا په غزني کې د انګریزې افسرانو د وژل کیدو خبرونو هم انعکاس موندلی.

  د بیلګې په ډول:
( ناظر محمدشاه خان خبر را کړ. چې د انګلیسانو یو عراده توپ د خیبره په محاربه کې د دیرشوانګلیسي عسکرو له ککریو سره  یو ځای، افغانانو وزیر اکبر خان ته ډالۍ کړ. لیډې  سیل د خپل یاداښت په دوام لیکې( ملي خوځوښتونه او پاڅونونه په کابل کې پیل او له همدې خاطره سلطانجان خپل اولادونه لغمان ته ولیږل. نوموړي همدا ډول دا هم په ډاګه کړې.  چې د وزیر اکبرخان د معلوماتو او اطلاعاتو په بنسټ  چې ( پوتنګړ) ته یې داسې وښوده چې د انګریزې لښکرو صاحبمنصان په غزني یوازې اته تنه ژوندي دي. نور ټول وژل شوي دي. خو د انګریزانو عسکرو بیا وکولای شول چې په کلات کې  د غلزایانو  بریدونه په شا ووهي . هغه همدا ډول ویل چې  شاه شجاع په داسې حال کې چې غوښتل يي د بګرامې په لوري ولاړ او له هغه ځایه بیا جلال اباد ته ځان ورسوي. ويي کولای شول چې د بالاحصار جومات خواته هالته چې څیرمه يي ( جون هیګس) ښخ دی، رسیدلی و.  چې په همدې ځای کې شجاع الدوله د محمدزمان خان زوی هغه له ډولۍ وغورځاوه او بیا يي وواژه) لیډې سیل په خپلو یاداښتونو کې زموږ د غازیانو او هیواد د تاریخ ځینې بابونه هم بیانوي. د افغانانو مقاومت او حماسه جوړونکو هلو ځلو په اړه په بې پرې توګه هغه بریالیتونو او رښتیني حقایق  هم په ګوته کوي. کوم چې د جګړې په ډګرونو کې د غازیانو په نصیب شوي دي.

۱۳۴۲ مې ۱۰ نیټه

 د دغې ورځي په یاداښت کې د یو لړ نورو معلوماتو د وړاندې کولو ترخوا په غزني ولایت کې هم د یوې پیښې یادونه  کوي. که څه هم د لیډې دا یاداښتونو تر ډیره بریده په اوازو او شایعاتو هم ولاړ دي خو بیا هم په  کې پیښې  بیانیږی. لیډې سیل د ( پالمر) د ژوند په  اړه ګډې وډې خبرې کوي کله يي مړ بولي کله هم ناروغ او…

د بیلګې په توګه یوځای داسې کاږي.
(  په غزني کې دغنډ مشر« پالمر»  د تسلیمدو خبر هم را ورسیده. هغه د دښمن په مشرانو باور کړی وو. له هغوئ سره يي تړون کړی او د وزیر محمد اکبر خان د کاکا د زوی شمس الدین خان ترڅار لاندې په خوندیتوب کې ژوند کوي. خواوس ویل کیږي چې د یوه غازي له لوري د یوه انګلیسي عسکر له وژل کیدو سره ( پالمر) هم وژل شوی. عمومې پاڅون پیل شوی دی. له څو تنو صاحبمنصبانو پرته د انګریزانو نور ټول عسکر له تیغ نه تیرشوي دي. داسې ښکاري چې په کابل کې د انګریزې لښکرو برخلیک دوئ ته هم ورسیده چې ټول ووژل شول)

شمس الدین خان په غزني د افغاني غازیانو قوماندان دی. دلیډې سیل په خبره چې دی کله ناکله د انګریزانو د عسکرو او صاحب منصبانو سره تریخ چلند کوي. شمس الدین خان تر ډیره د افغان غازیانو په لیکو کې د انګریزانو د یوه سرسخت دښمن په توګه پیژندل شوی دی. لیډې سیل وايي:
( په غزني کې  قوماندان شمس الدین خان د انګلیسې بندیانو له ورکولو ډډه وکړه په داسې حال کې چې انګلیسې عسکر «لمــــــدن»  او مېرمن  یې هم وژل شوي وو. غنډ مشر «پالمر» هم د اوږدې ناورغې له امله مړ او نور عسکر لا هم اسیران ول)

په غزني کې د انګریزانو د لښکرو ډیر شمېر بندیان ول. د دې بندیانو د ژوغورلو له پاره د انګریزوانو د پوځ جنرالانو ډیره هڅه کوله . لکه چې یو بل ځای لولو:

 ۱۸۴۲ د جولای ۳۰ نیټه
( جنرال نټ) غوښتل د غزني په لوري حرکت وکړي. څو هغه محبوسین چې په غزني کې ول له بنده را خلاص کړي.  وروسته بیا د کابل له لارې  له جنرال پلک سره یو ځای او بیا د افغانستان  له هیواده ووزې.)

لیډې سیل په خپلو یاداښتونو کې په غزني کې د انګریزانو د بندیانو د ناڅاپي را خوشی کیدو او کابل ته د هغوئ د رسیدو په اړه بیا لیکې.

۱۸۴۲ کال د اګسټ ۲۳ نیټه

( د انګریزي لښکرو بندیان له انتظار پرته له غزني څخه کابل ته راورسیدل. چې په هغوئ کې« پالمر» «کپتان برنت» او هریس، نیکولسن، پوت، الستن، ولیامس او کرافورت، تومپسن، شامل ول. د دې موضوع په اړه ویل کیدل چې وزیر اکبرخان ویلې . چې دا بندیان به دی په خپله د بامېان یا هم د زرمت په لورې انتقالوي)

۱۸۴۲ کال د اګسټ ۲۴ نیټه

د لیډې سیل د یاداښتونو له مخې چې په غزني کې قوماندان شمس الدین خان ماتې خوړلي او غازیان يي هم تیت پرک شوي دي.

( سلطانجان له درۍ سوه کسانو سره د شمس الدین خان د لښکرو د پیاړوتیا او ملاتړ په مقصد چې په قره باغ کې يي ماته خوړلي وه. غزني ته را ورسیده. داسې ویل کیده چې د شمس الدین خان ته بیا ماته هم د هزاره جاتو د سمېو د وګړو له خوا له دې امله را منځ ته شوه چې هغوئ مداخله وکړه او د سرو زرو په اخیستو سره يي د انګریزې لښکرو ملاتړ وکړ او د انګریزانو د لښکرو له شړلو تیر شول.)

لیډې د خپل لیکنې په دوام کاږي.ۍ

 د ۱۸۴۲ کال د اګسټ ۲۷ نیټه:

د لیډې سیل یاداښتونو او خاطرې چې په دقیقه توګه وکتلي شي.  نو دا کله کله خپلې په کې د زړه خبرې هم کوی. یو یو ځاي د خپل پوځ له ناولو کړونو هم پرته پورته کوی. هغوئ د کابل شاوخوا سیمو کې دافغانانو ترمنځ  اختلافاتو ته  په پام سره د یوه قوم ملاتړ کوي. په پټه کې هڅه کوی وسلې ورته ورکړی. او په خپل منځي جګړو کې يي ښکیل کړي. په دې توګه هڅه کوي د ( بیل يي کړه او ایل یې کړه)  سیاست په بنا دا د خپلو یرغلګر جنرالانو او عسکرومرموزو کړونو ته په اشارې سره وايی:

( په دې ترڅ کې زموږ د ټولنې له لورې حیرانونکی او له هیښتیا ډک پلان وسنجول شو. هغه دا چې مېراخور احمدخان زموږ له غوښتنې سره سم حرکت وکړ. هغه جنرال (نټ) ته يي په غزني کې خبر ورساوه. چې موږ انګریزان د اکبرخان له محبوس کیدو، په محبس کې له ستونزو او اوږدو سفرونو څخه وژغورئ. د دغه پلان د عملي کیدو له پاره دوه نیم لکه کالداري مېراخور احمدخان ته ورکول شوي. خو مېراخور په خپله هم له دې مرموز او پټ پلان څخه خبر نه و. د پیاده ساتونکو څو ټوليو وړاندې مزل کاوه. سپاره کسان هم شاته ول. په پټه بندیان وژغورل شول) همدا ډول د اګسټ په ۲۸ په غزني  او د اګسټ په ۳۰  مه د مېدان په سیمه کې دښمن ته ماته ورکړل شوي. د دغه کتاب په ۲۴۰ مخ کې بیا داسې کاږي. همدا دول د جنرال نټ عسکرو د سیاه سنګ په سیمه کې له دښمن سره جګړه وکړه. هغوئ يي تیت پرک کړل. محمد اکبرخان او محمد شاه خان د خلکو له سترګو تری تم شوو. سلطان جان او شمس الدین خان و سلطان احمدخان هم د مېدان په اړوندو مې مات شول. کابل هم د قرلباشانو له لوري چور شو. دا هغه ښه خبرونه ول چې زموږ له پاره يي خوښي زیاتوله.)

د لیډې سیل په یاداښتونو کې زموږ د خلکو او ولس د هغه مهال د ژوند، کړو وړو، او له وطن سره د مېنې، له هیواد څخه د دفاع او له پردیو څخه د کرکې یو روښانه او انځور او تصویرلیدلای شو. وینو چې افغانان که څومره له جګړې سره روږدې دي همدومره د ازاد ژوند کولو له مزایاوو څخه خوند اخلی او په لاره کې خپل سرونه نذرانه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب