Homeخبرونهطالبان: د ۲۱ پيړۍ ښکېلاکګر مو دېته اړ کړل چې د...

طالبان: د ۲۱ پيړۍ ښکېلاکګر مو دېته اړ کړل چې د افغانستان استقلال ته درناوی ولري

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۸مه: د طالبانو له لوري د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان خلکو له بریتانیا څخه ازادي واخیسته او د ۱۹ او ۲۰  پېړۍ استعماري قوت يې دې ته اړ کړ چې د دې هيواد او ملت ازادي په رسمیت ومني.

اعلامیه زیاتوي دوی د یوویشتمې پېړۍ ښکېلاکګر دې ته اړ کړل چې د افغانانو استقلال ته احترام ولري او طالبان په همدې سره بریا ته نږدې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت او ګڼ شمېر افغانان طالبان د پاکستان د ګټو جنګیالي بولي.

طالبانو د سیمې په هېوادنو غږ کړی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې له پرمختګ سره مرسته کوي او غوښتنه یې ترې کړې چې له دوی سره د سولې په راوستو او ثبات کې همکاري وکړي.

طالبانو له خپل لوري په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ګڼ شمېر افغانان او نړیوال اوس هم دغه ډله د تاوتریخوالي او جګړې عامله بولي.

که څه هم حکومت په څو څو ځلې طالبان په دې برخه کې پړ ګڼلي خو دوی له خپله لوري د تاوتریخوالي دوام رد کړی او ویلي یې دي، چې حکومت په لوی لاس د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...