تاند(سه شنبه، د اسد ۲۸) له نن ۱۰۱ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ لمريز کال د زمري په ۲۸مه د افغانستان د وخت شاه غازي امان الله خان له انګريزانو د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه.
دغه اعلان نه يوازې افغانانو بلکې د سيمې هېوادونو ته يو الهام بښونکی اعلان و.
پوره يو کال او يوه پېړۍ وړاندې په همدې ورځ غازي امان الله خان په کابل کې په يوه غونډه کې، چې د وخت د انګلستان سفير هم حاضر و، داسې اعلان وکړ:
ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.
بيا يې مخ د انګلستان سفير ته ور واړاوه او ترې ويې پوښتل:
څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟
د انګلستان سفیر په درناوي ځواب ورکړ:
هو، پوه شوم.
تر دې وروسته هر کال افغانان د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځي.
غازي امان الله خان نه يوازې په خپله مېړانه او سرښندنه هېواد ته خپلواکي واخيسته، بلکې په افغانستان کې يې د معارف او بيا رغونې ډګر کې هم د پام وړ کارونه ترسره کړل.
نوموړي د نورو کارونو تر څنګ په کابل کې د مستورات په نوم روغتون او د مستورات په نوم د نجونو ښوونځی هم جوړ کړ چې اوس د ملالۍ لېسې په نوم يادېږي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې د (اساسي نظامنامه) په نوم اساسي قانون جوړ کړ او د لويې جرګې له لوري تصويب شو.
په دغه قانون کې د افغانستان د خلکو فردي ازادۍ، د غلامۍ له منځه وړل، د رسنيو ازادي، د ښځو حقونه او نور ډېر مهم مواد شامل وو.
د تاريخ ليکونکو په باور دا په نړۍ کې د وخت د غوره اساسي قوانيو له ډلې و چې د شاه غازي امان الله په واکمنۍ کې جوړ شو او د افغانستان خلکو د لويې جرګې له لارې تصويب کړ.