یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل ښار په ځینو سیمو راکیټي بریدونه شوي دي

د کابل ښار په ځینو سیمو راکیټي بریدونه شوي دي

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۸مه: د اسد ۲۸ مه، هغه ورځ چې په ټول افغانستان کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱ کلیزه لمانځل کېږي، هم مهال د کابل ښار په ځینو سیمو راکیټي بریدونه شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، دغه توغندي نن سهار ۹:۳۰ بجې له دوو تېز رفتارو موټرونو څخه په ګټې اخیستنې په ۸ او ۱۷ امنیتي حوزو پر کابل ښار توغول شوي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په هکله راپور نه دی ورکړل شوی خو ویل کېږي چې په دې پېښه کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ هم منلې چې د کابل ښار په څو برخو کې ۴ راکټونه لګېدلي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې هکله به نور معلومات وروسته شریک کړي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب