جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني د هېواد د خپلواکۍ پرڅلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده

ولسمشرغني د هېواد د خپلواکۍ پرڅلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۸) ولسمشرمحمد اشرف غني د هېواد خپلواکۍ  ۱۰۱ مې کالیزې ته په درناوي نن سهار ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پرڅلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دې مراسمو کې له ولسمشرغني سره د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا هم ملتیا کوله.

د اسد ۲۸ د خپلواکۍ ورځ هرکال په ټول هېواد کې په خوښیو نمانځل کیږي.

د دې ورځې نمانځنې ته د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

عام افغانان وایي، د ویاړ ځای دی، چې د خپلواکۍ ورځ په خوښيو نمانځي او هیله لري، چې راتلونکي کال ته یې د سولې او امن په فضا کې ونمانځي.

دوی له طالبانو هم غواړي، چې ژر دې بین الافغاني خبرو ته کیني څو روانه ورور وژنه پای ومومي او د سولې فضا حاکمه شي.

افغان ولسمشر ته د ځینو هېوادونو مشرانو هم د دې ورځې په ویاړ د مبارکۍ پیغامونه ورکړي دي.

شاه غازي امان الله خان په کال ۱۲۹۸ هجري لمریز کې له انګریزي ښکېلاک څخه د بیاځلې لپاره آزادي ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...