جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونشرم مې کوت، بېخ مې خوت / استاد سعدالدین شپون

شرم مې کوت، بېخ مې خوت / استاد سعدالدین شپون

په پښتنو باندې له هره اړخه جینو سایډ روان دی. جینو سایډ یا د بسته نسل تباه کول هغه دي چې هټلري آلمان په یهودانو کاوه: چې یهود ګورې، یا یې وژنه یا یې شنډوه چې نور ونه زېږوي. یا یې له ملکه تېښتې ته مجبوروه. هم یې وهه، هم یې ژړا ته مه پرېږده.

دا عملیه په پښتنو او پښتو له لسیزو روانه ده خو حیراني ده حیراني چې لا هم ختم شوي نه دي. یو هزاره ویل چې پشه ی ملاریا بودي هم ډي ډي ټی بېخ شیره مېکند، خو اوغان اوخته زنده یه. یو نیم ملیون روسانو ووژل، په سلهاو زره ټلوالې، په زرهاو دوستم ووژل، په ټانکر کې یې الوی کړل، اوس یې په شمال او جنوب کې سره اوخشره په نوسي ټولېږي، په ژوندوني یا مرګ له مینځه وځي. هغه درې ملیونه کوچیان چې پښتانه پرې نازیدل، په بدلو ستایل. مورې کوچیانو ته مې ورکړه، زړه مې بند دی په کوچیانو کې، ما اېلبند ته که مینه، ما اېلبند ته خېژوینه، د اېلبند شمال وهینه……… هغه اوس څوک اېلبند ته څه چې افغانستان کې نه پرېږدي. اوس پارلماني وکیلان هزاره ګان دي.

د پښتون مېشتو علاقو وسلې یې ټولې کړي، اول یې د طالبیت تور ورباندې لګولی، بیا یې وسله واله ټلواله پرې شکارلې ده. نن پښتون د پاڼ پنجابي او پړانګ ټلوالې ترمینح ایسار دی، هر یو په خپله خوښه تړانګې ترې بېلوي.

یو څو په نامه پښتانه یې اول، د خوشال په انګېرنه، په پیسو په منصبونو خوشاله کړي، خسي کړي یې دي. خو د نمایش له پاره د دوی د قومي نومونو او تخلصونو ګاڼې یې، که دا نښه دې رښتیاوي، لا ورپورې پرېښي، نوره یې پښتنولي ترې فلتر کړې. د خادم صیب، دریشي کړې، سیوټېډ بوټېډ شی یې ترې جوړ کړی، چې د کار ځای شي تر ټلوالې لا ټلوال وي.

د کابل ځینې پښتانه چارواکي چې ما وکتل، د استقلال لېسې معلم محمد انور یې رایاد کړ چې د کابل په داسې وخت کې یې په ځان انقلاب تخلص ایښې و چې له دې توري د وینو بوی راته. صدراعظم هاشم خان د ده په دې تخلص خوشال شو، ځکه چې اوس نو حقیقي انقلابیانو په ځان نه شو اېښودلی. کابلیانو محمد انور انقلاب ته نور نومونه ورکړي وو چې په یادولو یې شرمېږم.

ځینې یاران په کرزي خوشاله وو، ویل یې چې خدای دې ډموکراسي را نه ولي . که انتخابات راشي، کرزی یې بایلي، پس له درو پېړیو نه به قدرت تاجکو ته ورسي او دا به، د یارانو په حکم لوی ناورین وي.

یوه خلقي، دې حکم ته خندل او ویل یې چې، ښه دی چې اوس ناورین نه دی. زه په خرافاتو عقیده نه لرم خود یوه مخلوق په باب مې یو قدیمي روایت له مشرانو اورېدلی چې که یې وینه تویه شي، له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې. همد ا وجه به وي چې څومره یې چې اغیار وژني، هماغومره نور کوڼي اچوي، زیاتېږي. که داسې نه وای نن به پښنون نه و.

خو د هغه خلقي او پښتنو چارواکو د بحث خبره مې کوله چې د اول ځل له پاره د خلقي منطق پر هغو غاوره ښکاره شو، دا خوګیاڼیوال متل پرې سم راغی چې، نظر میا ګلابشاه ته د کږې هندوان بزرګان دي.

8 COMMENTS

  1. ښاغلي شپون صيب ته د زړه له کومې خپل احترامات او سلام په نېکمرغه شېبه کې وړاندي کوم!
    شپون صيب! بايد ياده کړم، چې ستاسو ليکنې زما په شمول ډېر لوستونکي لري او د زغم، پوهاوي او افغاني پېښو څرک او الهام پکې نغښتی وي. ستاسو نننۍ ليکنه هم پښتنو ته د دوی د بدمرغيو اړخ ته نغوته کوي، خو زه ځينو ټکو ته غواړم اشاره وکړم.
    د پښتنو جنوسايد او يا ټبروژنه ډېر اړخونه لري، چې پښتني اړخ يې تر ټولو پياوړی دی.
    تاسو د یهودانو جينوسايد ياد کړی، خو په دويمه نړيواله جګړه کې ټولټال ۵۶ (شپږپنځوس) ميليونه انسانان ووژل شول، چې ۲۶ ميليونه يې د شوروي اتحاد وګړي ول او د جګړې ۱۶ ميليونه قربانيان خپله جرمنان ول او له ۴ تر ۵ ميليونه يهودان وژل شوي دي، چې پاتې شمېره په ختيزې او لوېديز اروپا او د نورو سيمو وګړوژنې پورې اړه لري، خو د دويمې نړيوالې جګړې له ناخوالو یهودانو ښه ګټه پورته کړه او د خپل قوم د جنوسايد پېښه يې پياوړې کړه، ځکه يې د سړې جګړې په موده کې او له هغې وروسته يې رسنيزه نرمه يا سافټ وار په سمه توګه په خپله ګټه وکاروله، چې نن ټولو ته داسې ذهنيت ورکول کېږي، چې ګواکې تر ټولو مظلوم ټبر یهودان دي، مګر د نورو ميليونونو وګړوژنه د يهودانو د تبليغ تر سيوري لاندي له سترګو پناه شوې ده.
    د انسان او يا دوپای حيوان فطرت همداسې دی، چې د خپلو خواهشاتو يا غوښتنو (لوږه، تنده، هوس، غريزه او داسې نورو) لپاره هر څه چې څنګ ته او بې پروا پراته وي، نو غلبه پرې کوي، ځکه په خلکو کې يوه خبره ده، چې وايي: هر څه چې خوځېږي ويې خوره، يا يې …. او يا يې مړه کړه! چې دوستم او شمال ټلوالې له طالبانو سره او لوېديزوالو، پاکستانيانو، ايرانيانو او روسانو له پښتنو سره هم وکړل، نو پوښتنه دا ده چې څه وشي؟
    بيا يې تکرار په ګوته کوم، چې تورکيې د تېرې پېړۍ په پيل کې يونيم ميليون ارمنان ووژل، او نن يې کوردان لاندې کړي، په آستراليا کې تېره پېړۍ تر دوو لکو چينايان ووژل شول، چې د جنوسايد بله بېلګه ده، په تاميل کې د تاميل پړانګانو تر نامه لاندې د سريلانکا د څو سيمو خلک ټول ليا څو کاله مخکې تر خاورو لاندې شول، چې ملل متحد او ټولې پرمختللې نړۍ ورته شين څراغ لګولی وو، په يوګوسلاويا کې په يوه ورځ لس زره مسلمانان ووژل شول، خو هغه مهال يې چا پوښتنه و نه کړه، خو نن يې ناندره ترې جوړه کړې ده اما هغه انسانان ټول تر خاورو لاندې تر هډوکو وراسته شول.
    ښاغلی شپون صيب! تبصره راڅخه اوږده شوه، خو سبب يې دا دی، چې افغانستان بيا د نوي ناروين د پيلېدو په ترڅ کې دی. په هرات کې د ملکولطوايفي هڅې روانې دي، په شبرغان کې اکه دوستم له والي سره منګولې خښې کړې او والي يې تېښتې ته اړ کړ، چې د ناروغي په پلمه په بستر کې پروت دی، په مزار شريف کې خو هسې هم استاد عطا په ماشه دی او کابل کې خو هرڅه د دوی دي، که نظامي قدرت دی، که رسنيز رزالت دی او که له وينو ډکه سرمايه ده، نو ټول د دوی دي!
    رابشم پښتانه ته! ستاسو خلقي ملګري د «کوټي» خبره کړې ده، خو څومره چې زه خبر يم، خلقيانو ته يې پرچميو سيالو د «ګردپای…» وراشه کاروله، نو ځکه به دوی اوس هم کوټي زېږوي، مګر علمي څېړنو دا جوته کړې، چې چېرې جګړه روانه وي، نو په طبيعي بڼه د نفوس په انډول کې توپېر راځي، چې زياته زېږېدنه، د هلکانو زېږېدنه د نجونو په پرتله ډېرېږي، چې نن هم د افغانستان د ښځو سلنه ۴۸،۶ او د نرينه څه د پاسه ۵۱،۴ ده، خو د خلقيانو کوټي به بل چېرې څري.
    له دغه وروستي پراګرافه زما موخه دا ده، چې د افغانستان ډيموګرافي ته پام وشي او د پښتنو بدمرغي پخپله پښتنو کې وڅېړل شي، ځکه د افغانستان د وګړو ۶۵ سلنه پښتانه دي، خو د افغانستان ۳۵ سلنه پښتو وايي، نو دغه پاتې ۳۰ سلنه هم پښتانه دي، چې د نورو ټبرونو سره تقريبآ په انډول کې دي، نو لومړی دې دغه پښتانه پښتانه شي! ځکه د پرچمي پښتنو ذهنيت هم د سوسياليست يا له خرافاتو لرې خلقيانو پر ضد دی او په افغانستان کې يې د پښتنو اتفاق، اتحاد او سياسي واکمني ته صدمه رسولې! ځکه له دوستم، عطا او داسې نورو سره هم همدغو پښتنو لاس يو کړی، چې د نورو لخوا يې د پښتنو د وګړوژنې زمينه رامنځ ته کړې!
    زما وروستې پوښتنه له پښتني ادبي، ټولنيزو او سياسي سټو څخه ده، چې دوی د خپل ټبر يعنې د پښتنو د ژبنيز، واګيز او ټولنيز يووالي لپاره څه کړي دي!!! چې بيا يې د جنوسايد پوښتنه هم وشي! آيا تاسو ما ته د دوو پښتني سټو نوم ليکلی شی، چې په يوه لاره روان وي او د پښتنو د پوهاوي، زغم، ادارې او اتفاق لپاره يې يو جوت ګام پرته له سيمه ييزه ذهنيته او ماجراجو سليقو پورته کړی وي!!
    په پای کې مو په لوی او بښونکي څښتن تعالی سپارم!
    معسلاموکم الاخوتالعلوم
    ملا ميوند آخوند

  2. ملا میوند اخوند ښه پوښتنه کړې ده. پښتانه پخپله د ځان بېخ باسي. وړمه ورځ په پکتیا کې یوه کور ته د څلورو وروڼو جنازې ورغلې او پلار د زامنو د جنازو په لیدو سکته وکړه. دا په لارو کې ماینونه څوک خښوي ؟ که تر شا د پنجابي یا بل چا لاس وي ، وي به مګر زما په کلي کې دغه ماین زما په لاس ایښودل کېږي. زموږ په منځ کې داسې کسان کم نه دي چې د شخصي یا تنظیمي عقدو په خاطر به د یو بل تباهی غواړي. په انټرنیټ کې مو په ځلونو لوستي دي چې زما په ژبه د قتل او کشتار او ترور او انتقام خبرې کېږي.

  3. دملامیوند اخند تبصره دشپون صاحب ترلیکني اوږده راغلي وه خوپه مقصد کي یی تفاوت نه معلومیدی ، دواړو دپښتنو پر بی اتفاقۍ اونا پوهۍ دلایل داسي قطار کړیدي لکه دتسبیح داني چه په اړولو یی عادت راپه برخه کیږي نوره ګټه یی نه لیدل کیږي . موږ دپښتنو په منځ کي پرقومي قبیلوي لهجوي اوسیاسي اختلاف باندي غندني اوټکوني کوو خوچه په بحث اوخبروکښیوزو نوتردښمن یی زیادواختلافي نقطوته دپړسولو ګونډي ووهواوهیڅ نه پوهیږو چه موږ دپښتنو اتحاد غواړو که نفاق؟ نودا هغه دتسبو عادت دی چه زموږسره باته دی

  4. یو ورځ یو چا راته وییل چې د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه په خپله پښتانه دي خو که لږ ورته ځیر شو نو خپله پښتانه نه یوازې د پښتنو ستونزه ده بلکه د نورو قومونو ستونزه او بیا په ټوله کې د ټول افغانستان ستونزه په خپله پښتانه دي، راځۍ لږ تاریخي پس منظر ته یی ځیر شو، شاه شجاع پښتون وو، د افغانستان پخواني شاهان ټول له یوې مخې پښتانه وول چې پلار به یی مړ شو نو د ورونو به د پاچاهی په سره جګړه وه، وییل کیږي چې ببرک کارمل هم پښتون وو چې وروسان یی راوستل په مقابل کې جنګیدونکي جهادي مشران یی پښتانه وو ، ملا عمر هم پښتون دی او کرزی صیب هم پښتون ،یو د انګریز غلام وو، بل د روس جهادیان بیا په اګاهانه او یا نا اګاهانه ډول د پاکستان او انګریز غلامان شول او لا تر اوسه دي، امریکایان که هر چا راوستل خو مسولیت یی د عبدالحق قمندان او کرزي په غاړه شو، په مقابل کې تر دوی مخکې د پنجابي پوځ لښکرې په طالبي یونیفورم کې د افغانستان په کلو او بانډو کې ګرزیدل، له حقیقته که سترګې پټې نشي د دغو ټولو ناخوالو تر ټولو غوښنه برخه د پښتنو د ناپوهۍ له مخې راځي، حتی تر دې چې د پښتون نیکونو زیږیدلی پنجابی عمران خان وایی چې خدای پاک دوه ډوله مخلوق پیدا کړی چې یو یی انسان دی او بل یی پټان ، خدای شته زه خو ورباندې پوی نشوم چې که ده پښتون انسان ګڼلو نو خو بیا هماغه یو انسان کفایت کولو خو زه چې ګورم نو دوی پښتون له سره انسان نه ګڼي او له نورو حیواناتو سره یی شکل مشابه ندی نو له همدې امله یی د پټان په نوم د کوم نوي انسان ډوله حیوان یی ګڼي، ورونه دی خفه کیږي نه زه په خپله هم پشتون یم خو له بده مرغه نن زمونږ ټولې ستونزې د پښتنو له لاسه دي، نور قومونه غواړي یا نه غواړي خو په خوله وایی چې د نورې نړی سره اوږه په اوږه تلل یی ارمان دی او د همدې امله یی له یو سره د تعلیم دروازو ته مخه کړې خو پښتون بیا په خپله د تعلیم دروازه تړي، منم چې په مونږ لوبې بل څوک کوي خو له بده مرغه نورو مونږ په زوره نه لوبوي دا مونږ په خپله یو چې د نورو په لاس لوبیږو، دلته پاس یو ورور د پوهو سټو یادونه کړې له بده مرغه زمونږ ټول ولس همدغو پوهو سټو له کاره ویستلی او غلطه یی روان کړی، شاعر مو ټوله ورځ سرې شونډې او شنه خالونه یادوي، لیکوال مو ټوله ورځ پردی افسانوي ناولونه ژباړي، سندرغاړي مو د خوکشه دماکه یم سندرې غږوي، هغه چې ډاکتر او انجینر مو ټوله ورځ د حلالو او حرامو په را ټولولو بوخت دی، ملا مو اسلام ټول د پنجابي په کو… کې لټوي ، او مجاهد مو ټوله ورځ پلونه او سرکونه ورانوي ، ښه سم دم سړی به وي ، دولس کاله به یی مکتب لوستی وي، د پوهنتون لیسانس سند به یی په لاس کې وي، په خارجي دفتر کې به په ډالرو تنخوا اخلي خو د جهالت به ورباندې ختمه وي.
    زما په اند زمونږ ستونزه یوازې او یوازې د پاکستان له لومو د خپلو خلکو خلاصول اوارولی شي او بس، خو له بده مرغه چې دا چاره ناشونې ښکاري، باید په هر قیمت چې کیږي هغه د هندوانو خبره د پښتنو له مغزو د پاکستان بهوت (روح یا پیری) وباسو ، او دا ستر کار ته یوازې او یوازې زمونږ لوستي پښتانه کولی شي

  5. زمونږ د کلی ملا ګلمیر به هم کله کله مرکی کولی او خلکو ته به یی نصیحتونه کول. د ملا صاحب یو بد عادت داو چی خبره به تر هیره شوه او اصل موضوع به پر ځای پاته و نو ده به د بل چا مرکه را مخ ته کړه . بل بد عادت یی دا وو چی تل به د ډیران څنګ ته ناست و او کله کله به یی خپله لکړه په مردارو کی وهله او بیا به یی ویل چی تو تو تو څو مره بد بوی کوی.
    یو مو په توپک وژنی او بل مو په قلم. یو له ځان مرګی او خر مرګی کار اخلی او بل قلم مرګی یا تبلیغ مرګی. یوه په خلقیانو ، پرچمیانو ، اخوانیانو اوطالبانو وویشلو ، دا بل بیا په دموکراتانو او ملایانو.
    نورو دا ټول مرضونه هیر کړل او ټول په یوه خوله خبری کوی . د دوستم په شان یو بیسواده انسان یی رهبر دی نور ټول پسی روان دی. زمونږ بینا او ړانده ټول یو یو من دی.
    چی تیر شوی په هغو اوس یو خروار خاوری واړوی . دا موجود او راتلونکی نسلونه وژغوری او که نه وی نو بیا له هزاره او ازبک نه ګیله مه کوی.

  6. شپون صیب چي ډیری کتونکي یې لیکنې ګوري او او رنګارنګ کیسې یې اوري
    له تعلیمي دورې تر اوس بوډاتوب پوري یې ټول ژوند په هوس کي راتیر کړ داسي هوس چي یو وخت یې هم دا قضاوت ونه کړ چي نور باید زه دیوپښتون په څیر ځان جوړ کړم
    نه نه بالکل نه
    بس یوازي پښتو لیکي او وایي لکه جان بټ
    نور یې نه په خبروکي پښتني عفت شته او نه یې په څیره کي پښتونوالی
    لکه هیټلر موچان برینه یې پر شونډو ناست دي
    دی چي پښتو رغوي نو ځان دي ورسره پښتون کړي لکه ستر استاد علامه رشاد مرحوم
    نو به یې خلک ومني چي روښتیاهم دا یو پښتون دۍ چي دپښتونوالې غم کوي
    ده تر اوسه هم ژرنده او مسجد ونه پېژندل لکه یو بیګانه سړی چي قضاوت کوي دی هم هماغه دامریکا شیطاني او افغان ملتیانو فسادي ډولک دربوي پنجابی دۍ پنجابی

    ده تر اوسه هم دا درک نکړل چي یو نیم ملیون ککرۍ دڅه لپاره قرباني شوې ؟
    که له هغو نه وپوښتل شي نو هغوی به څه جواب ورکړي چي موږ دڅه لپاره سرونه قرباني کړل
    په هدایت یې غرض نه کوو خدای دي افغان او پښتون دده له شره خلاص کړي
    څکه دپښتون قربانیوته دعبث په نظر ګوري او له پارسیوان نه یې زاره چوي چي دا دواړه خویونه دپښتون ندي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب