دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسجاپاني ساینسپوهانو له یوڅاڅکي وینې موږک جوړ کړ

جاپاني ساینسپوهانو له یوڅاڅکي وینې موږک جوړ کړ

تاند- د لومړي ځل لپاره جاپاني ساینس پوهانو یوازې له یوه څاڅکي وینې څخه موږک جوړ کړ.

د موږک وزمه یا موږک ته د ورته موږک د جوړولو لپاره له هغو حجرو کار اخیستل شوی چې د موږک د وینې د جریان په سیستم کې شته.

ساینسپوهان وايی چې موږکه(ښځینه موږک) یې جوړ کړی او د یوه عادي موږک هومره عمر او تولید مثل یا زوکړه کولی شي.

جاپاني ساینسپوهانو په کلونو په دې کار کړی چې د موږک له وینو څخه په استفادې موږک جوړ کړي. د دوی په باور له دې کبله چې د موږکانو اناتومي انسانانو ته یو څه ورته والی لري د دوی دا تجربه به د ورته انسانانو په پنځولو کې مرسته وکړي. د سایسنپوهانو هدف دا دی چې د نوابغو له وینو یا حجرو څخه په استفادې د هغوی په شان نور کسان وپنځوي.

2 COMMENTS

  1. دير په زړه پوري مطلب وو جاپانيان په ټيکنالوژي او ساينس کي ډير پرمختګ کړي دي

  2. یاره څه به ووایو مونږ ته خو سمه نه ښکاري ځکه خلقت یواځی د الله تعالی صفت دی دا ددوی تشی دعوې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب