د ځوانانو ورځ دې مبارکه وي.
د ځوانانو قوت دی چې هيواد ابادولی شي، خو له بده مرغه په ځوانۍ کې نه پوهیږو او په زړښت کې نه شو کولای.
د چا چې تجربه کمه وي، ژر غولیږي او هغه ځوانان دي.
ځوانان فکر کوي چې سپين ږيري نور د کار نه دي، خو سپين ږيري بيا ځوانان ملامتوي.
وايې:(( ده به دیوانه خندد، ديوانه به ده ))
(( په هر صورت پر ځوانانو باید مهربانه اوسئ، ځکه چې زړونه يې نازک دي.))
حضرت محمد ( ص )
په افغانستان کې د کار ځوانان هغه دي، چې مشرانو ته احترام وکړي، پر خپلو ملي دودونو بلد وي او قدر يې وکړي. خپلې ژبې ور ته ګرانې او په ویلو يې ونه شرمیږي. له فساده پاک، فکر يې ځوان او موخې يې د هيواد ابادول وي.