شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمسکو لپاره د افغانستان سفیر لطیف بهاند له دندې ګوښه شو

مسکو لپاره د افغانستان سفیر لطیف بهاند له دندې ګوښه شو

تاند(پنح شنبه، د اسد ۲۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلې چې په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلې چې په ډیپلوماتیکو څوکیو کې تغیرات راوستل یو اداري اصل دی او د بهرني سیاست اړتیاو ته په پاملرنې په دغو څوکیو کې بدلون راوستل کېږي.

په خبرپانه کې ویل شوې چې په مسکو کې د افغانستان د سفیر لطیف بهاند د ماموریت پای ته رسېدل د اداري بهیر یوه برخه ده او هغه به د یو نوي ماموریت لپاره په کابل کې وګمارل شي.

د لطیف بهاند د ګوښه کېدو لامل او دا چې په بهرنیو چارو وزارت کې به کوم ماموریت ورته سپارل کېږي تراوسه نه دی معلوم شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې کابل له مسکو سره ښو او پراختیایي اړیکو ته ارزښت ورکوي او په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې له تروریزم او نشه ‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د روسیې د مثبت رول قدردانی کوي.

یاد وزارت په وینا چې له روسیې سره د اړیکو اهمیت ته په پاملرنې به افغانستان ژر مسکو ته یو نوی سفیر ولیږي.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه څرګنده کړې نه ده چې مسکو کې به نوی سفیر څوک او کله ټاکل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب