شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېآيا روسانو د امريکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته...

آيا روسانو د امريکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پيسې ورکولې؟

عبدالله لغمانی
څه موده مخکې د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټایمز راپور خپور کړ چې روسي چارواکو  طالب وسله والو ته د متحده آيالاتو په مشري د ائتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام په توګه پيسې ورکولې.
    دا خبرڅه موده مخکې ډېر ګرم خپور شو او بېلابېلو رسنيو او سياسي کارپوهانو له خپلو خواوو څخه بېلابېل تفسيرونه او ارزونې وکړې. ځينو دا اوازه رښتونی او حقيقي وبلله او ځينو نورو ورته د شک په سترګه وکتل. ځکه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او پښې سپکې کړي.
د نيويارک ټایمز په راپور کې ادعا شوې وه چې دغو انعامونو به طالب جنګيالي دې ته هڅول چې امريکايي ځواکونه په نښه کړي. او لا ډېرې پيسې له روسانو تر لاسه کړي.
نيويارک ټايمز د نامعلومو چارواکو د پټ راپور له مخې وليکل چې چې ترمپ ته لا د تېر مارچ په مياشت کې دغه اطلاعات رسېدلي و، خو د ځواب په اړه يې بيا کومه پرېکړه نه وه کړې. روسيه په افغانستان کې د جنګ خپله تجربه لري او دا چې امريکا او متحدينو یې په هغه وخت کې مجاهدينو او افغان وسلوالو ته چې د شوروي پر وړاندې به جنګېدل، پيسې او مهمات يې ښکاره ورکول او په زغرده یې ملاتړ کاوه ، اوس امريکا هم داسې انګېري چې کېدای شي روسيه د امريکا او د متحدينو په وړاندې له ورته چلند څخه کار اخلي او پر وړاندې یې طالب جنګياليو ته د امريکا او متحدينو د وژلو پر سر پيسې او مهمات ورکوي.
نيويارک ټايمز وړاندې ليکلي و چې بېلابېلې نظريې شته چې روسيه د طالبانو د بريدونو ملاتړ کوي او غواړي چې متحده ايالات او متحدين یې دلته تر ډېرې مودې پورې ښکېل کړي او يا کېدای شي په سوريه کې د امريکا لخوا د وژلو شويو روسي ملاتړو غج واخلي.
دا خبر په هماغه وخت کې کريملين ماڼۍ په کلکو ټکو رد کړ او دا يې د امريکا روسيې ضد پروپاګند وباله او ويې ويل چې روسيې هيڅکله داسې کار نه دی کړی.
خو ددې خبرو زور هغه وخت لا پسې کم شو چې د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين له نړيوالو رسنيو سره دا خبره رد کړه او دا یې يوازې اوازې وبللې .
که څه هم د نيويارک ټايمز دا راپورونه د امريکا د دفاع وزارت کره نه کړل او نه هم د ګډو ځواکونو مرکزي دفتر يې تاېيد وکړ، خو سهيل شاهين وويل چې دا خبرې رښتيا نه دي موږ د پيسو لپاره نه له چا سره جنګېږو او نه د چا لپاره جنګېږو.
 دوی په امريکايي ځواکونو ( په اوس وخت کې) له حملو څخه انکار وکړ او ويې ويل چې دوی د يوې ايډيلوژي په اساس چې موخه یې د يوه (اسلامي دولت) جوړول دي، حملې او مزاحمتونه کوي نه د پيسو او ګټو لپاره.
نوموړي زياته کړه چې دا د امريکا د خپل داخلي سياست پروپاګند دی چې غواړي د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوې توافق نامې څخه سرغړونه وکړي او په دې هوکړه ليک باندې پښه کېږدي
 شاهين وايي چې د نيويارک ټايمز راپور ددې ښکارندويي کوي چې غواړي امريکا لا په افغانستان کې پسې ښکېله کړي او د سولې دا هڅې له سبوتاژ سره مخ کړي.
شاهين د خپلو جنګياليو د بوديجې په اړه وايي چې د دوی مالي اړتياوې تر ډېره د دوی په قلمرو کې له هغو مالياتو څخه برابرېږي چې دوی يې له خلکو اخلي . خو زياتره افغان او  لوېديځوال څېړونکي دا هم نه ردوي چې طالبانو مالي امکانات  د ترياکو او نشه يي توکو کرل او له دې قاچاقبرانو او کروندګرو څخه د پيسو او په لسګونو ميليونه تورو روپيو په اخيستلو ولاړ  دي. او د دوی د جګړې ډېرمالي امکانات له دې خوا برابرېږي.

1 COMMENT

  1. که موږ داسی فکر وکړو چی سمه ده شاهین صاحب تاسی ته ایران او روسیه او پاکستان نقدی پیسی او وسلی نه درکوی نو بیا دومره نظامی جګړه په چندو کیږی آیا تاسی د موټر سایکلو د تیل مصارف په چندو کیږی

    اوس ټول افغانان که هغه په کلی او بانډه کی ژوند کوی یا ښار یا په بهرنی هیواد کی ژوند کوی پدی پوهیږی چی د طالبانو مشران چیرته اوسیږی او د دوی نظامی مرسته څوک کوی او ولی یی کوی؟

    یوه پوښتنه داده چی تر ننه پوری طالبانو د داسی شورا نوم رسانیو ته نده ښودلی چی هغه هلمند، کندهار او فراه یا په ننګرهار، کنړ او پکتیا یا بدخشان او تخار یا جوزجان کی شتون ولری ټول رسانی دوه شورا ګانو نومونه زیات اخلی چی د کوټی شورا او پیښور شورا ده یعنی چی د همدی شورا په لارښوونه چی د پاکستان د پوځ او استخباراتو تر سیوری لاندی د وژلو او ترور هدایت ورکول کیږی

    دا چی نن د ملامتی لاس روسیی او ایران ته نیول کیږی امریکا غواړی پاکستان برائت ورکړی ترڅو د افغان ولس ټول ذهنیت له پاکستان څخه د ایران او روسیی پر ضد واوړی

    کچیری رښتیا ایران ورسره مرسته کوی نو بیا ولی طالبانو له هزاره قوم مشر عبدالعلی مزاری او همدارنګه له محقق او خلیلی سره دښمنی کوله او عبدالعلی مزاری یی له طیاری را ګزار کړ

    کچیری رښتیا روسیه له طالبانو سره نظامی مرسته کوی نو بیا ولی طالبانو داکتر نجیب الله د روسیی غلام په نوم وواژه ځکه هغه وخت کی هغه هم دریاست امنیت یا خاد وخت کی ځینی بی ګناه افغان وژلی وو او اوس طالبان هم وژنی نو فرق طالبانو او داکتر نجیب الله کی څه دی؟

    ټول ټیټ رتبه طالبان وایی او زیاتره په رسانیو کی اعتراف کوی چی زموږ مشران د پاکستان پوځ او استخباراتو تر څار لاندی کچیری خبره یی ونه منی نو ترور او وژل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب