شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقریشي: پاکستان به په افغانستان کې پخلایونکي رول ته دوام ورکړي

قریشي: پاکستان به په افغانستان کې پخلایونکي رول ته دوام ورکړي

تاند(پنجشنبه، د اسد۲۳) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هیواد به یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.

ښاغلي قریشي دا خبره د چهارشنبې په ورځ / د اګست ۱۲/ د افغانستان له سفیر شکرالله مشعل سره په کتنه کې وکړه. ښاغلی مشعل، چې په پاکستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی، په اسلام اباد کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته د خدای پامانۍ لپاره تللی و.

قریشي وویل، د سیمې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې او ټینګار یې وکاوه چې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.

د پاکستاني ورځپاڼې بیزنس ریکارډر د راپور له مخې، مشعل له قریشي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو هم خبرې وکړې.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ.

ده تاکید وکاوه چې افغان مشران باید په افغانستان کې د هراړخیزې او ټولشمولې حللارې د ترلاسه کولو لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصته استفاده وکړي.

د افغانستان سفیر ښاغلي مشعل له شاه محمود قریشي څخه په دې مننه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدو ته ځانګړی پام لري.

1 COMMENT

  1. کچیری پاکستان په افغانستان کی سوله او ثبات غواړی نو بیا د طالبانو سره نظامی مرسته او د دوی ساتنه په کوټی شورا کی یا پیښور شورا کی د څه په معنا ده

    ټول نړیوال او افغانان خبر دی چی پاکستان د نړیوالو له لوری خړ لست ته لویدلی ده دا ددی معنا ورکوی چی پاکستان له جنګیالی ډلو ټپلو سره نظامی او مالی همکاری لری ډیره عجیبه خبره لا داده چی امریکا د ایران او روسیی د مرستو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکوی او خبری ورباندی کوی مګر د پاکستان په اړه یی خوله ګونګ ده (خدای تعالی د دوی تر ورځ دی قیامته ګونګ لری) مګر یوه ورځ به راشی چی له نړیوالی ټولنی او امریکا او برتانیه سره افغان ولس حساب او کتاب وکړی ځکه ټول ظلم او ناورین دوی په رڼو سترګو وینی او اوری مګر بیا د پاکستان په اړه پټه خوله دی ځکه پاکستان د امریکا لپاره خدمت کوی کیدای شی یوه ورځ د همدی پاکستان له لاری ټولی نړی ته اور بڅرکی ورسیږی چی بیا به پوه شی چی افغانانو رښتیا ویل مګر موږ وو چی دوی سره د ظلم په اړه مو ګام نه پورته کاوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب