Homeخبرونهفراه کې ماین چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله واړوله

فراه کې ماین چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۲) د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت امنیته قومندانۍ ته نږدې نن مازدیګر مهال بمي چاودنه شوې چې پولیسو او ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وایې چاودنه د امنیت د آمر مرستیال حاجي قادر خان پر موټر شوې ده، خو نوموړي ته پکې زیان نه دی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، په دغه پېښه کې ۴ پولیس وژل شوي او ۲۲ ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...