شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: یوه داعشي ډله زموږ پر خوشې کېدونکو بندیانو د برید پلان...

طالبان: یوه داعشي ډله زموږ پر خوشې کېدونکو بندیانو د برید پلان لري

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۲) طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې د بندیانو د خلاصون پروسه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ ده.

په اعلامیه کې راغلي یوه داعشي ډله هڅه کوي د افغانستان د حکومت د استخباراتو، ځیني نظامیانو او همدارنګه د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان څخه څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدوونکي موټر برید وکړي.

طالبان تور پورې کوي چې د افغانستان حکومت په دې جنایت سره غواړي چې له یادو زندانیانو غچ واخلي او د سولې پروسه ناکامه کړي.

اعلامیه کاږي طالبانو په دې هکله جدي اندېښنه څرګنده کړې او له ښکیلو لورو یې غوښتنه کړې چې ددې ګواښ لپاره بېړني اقدامات تر سره کړي او کنه د تېروتنې په صورت کې به هغه اړخونه مسوول وي چې په دې برخه کې یې غفلت کړی وي.

که څه هم د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکو د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت درلود، خو د مشورتي لویې جرګې په مشورې سره یې د دغو زندانیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړ.

د ولسمشر دغه پرېکړه پر افغانستان سربېره په نړیواله کچه له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.

1 COMMENT

  1. سلامونه درنو!
    د سولې پروسه چې هر څوک او په هر نوم ناکاموي يا يې ناکامول غواړي د افغان زوريدلي ملت سره نه بخښونکې دښمني پرمخ بيايي…….
    څلوېښت کلن ناورين به د الله‌ج مرستې سره بريالی کېږي.
    ژوند دې وي په سوله کې دې وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب