پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: شرایطو ته په کتو افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته دوام...

پنټاګون: شرایطو ته په کتو افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته دوام ورکوو

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۲) د امریکا د دفاع وزارت وايي حالاتو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمولو ته دوام ورکوي.

پنټاګون ویلي هڅه کوي په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پینځو زرو راکم کړي، خو دا هر څه به شرایطو ته په کتو تر سره کېږي.

له پنټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د سرتېرو د کمولو لړۍ شرایطو ته په کتو، د امریکا له کانګریس او د ناټو له متحدینو سره په مشورو مخته ځي.

تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو مخکې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ راکموي.

د شمېرو له مخې دمګړۍ ۸۶۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې حضور لري.

بلخوا دې هېل نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، دا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیلېدونکې دي نو ددې وخت دی چې امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووځي.

مقاله زیاتوي امریکایي پالیسي جوړونکو تل د افغانستان په اړه تېروتنه کړې ده نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې د تېروتنو له تکرار د مخنیوي لپاره له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

1 COMMENT

  1. موږ افغانان باید دا خبره په یاد وساتو چی امریکا او برتانیه هیڅکله له افغان ولس سره ښیګنه نده کړی او تل یی دلته د پاکستان پوځ او استخباراتو له عینکو کتلی

    کله چی شورویانو په افغانستان یرغل وکړ نو همدی امریکا د افغانستان ولس له مذهبی احساساتو ګټه پورته کړ او د پاکستان په مستقیمه مداخلی یی د جهادی ډلو ۷/۸ په مرسته یی روسیه چی د امریکا سیاسی او نظامی مخالفه ده شکست ورکړ چی کله شورویانو له افغانستان څخه پښی سپکی کړی نو امریکا هم له جهادی ډلو سره مالی او نظامی مرسته بنده کړ او پاکستان ته یی د خپلی مینځی جګړو د جوړولو لپاره خلاص لاس ورکړ چی اوسنی ملګری ملتونه او امنیت شورا د پاکستان په وړاندی هیڅ ډول اقدام ونکړ

    نو پاکستان د امریکا او برتانیی په مشوره د جهادی ډلو په مینځ کی نفاق واچوو او ټول جهادی او جنګی ګوندونه یی پخپل مینځ کی په جنګ مشغول کړل او د کابل ښار او همدارنګه ټول افغانستان یی ورباندی په کنډواله بدل کړ

    آن تر دی چی زموږ ملی او زیربنایی دستګاه او پروژی هم ورباندی تخریب کړی چی پاکستان پوه شو چی نور زما برنامه نشی پلی کولی نو بیا امریکا او برتانیه بله پروژه یعنی د طالبانو پروژه یی پاکستان تسلیم کړ

    چی ددی په واسطه مخکینی جهادی ډلی له کابل ښاره وشړلی او په کابل ښار کی یو اندازه امنیت او کراری احساس وشو مګر ګوندی او ژبنی تعصب ته پکی لمن ووهل شوو

    ځکه په همدی وختونو کی جهادی ډلو ټپلو ته شر او فساد ډلو خطاب وشو چی همدارنګه یی بامیانو بوتان ونړول شول او عبدالعلی مزاری یی له طیاری راوغوځاوو او د شمالی د انګور باغونه ونړول شول

    همدارنګه داسی ویل کیږی چی له ملاعمر څخه د ډیورنډ کرښی د لاسلیک غوښتنه هم وشوه چی سفندیار ولی خان دا خبره رسانیو کی هم کړی چی ملاعمر ونه منله چی پاکستان پوه شو چی افغانان دا راسره نه منی نو یوولسم سپتامبر قضیه مینځ کی پیدا شوو چی همدا آسامه بن لادن د جهاد په وخت کی د پاکستان له لاری افغانستان ته راغلی او زیات وخت یی له برهان الدین ربانی سره تیر کړی وو مګر طالبانو ته دا یوه بهانه شو چی همدی پاکستان بیا خپل سیاسی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف او همدارنګه زیاتره طالب چارواکی چی پاکستان ته تللی وو او ځینی عربان همدی امریکا ته د ډالرو په خاطر لاس تړلی تسلیم کړل

    کله چی امریکا دلته راتلله همدا اسلامی امارت چی پاکستان د برتانیی او امریکا په مالی مرسته جوړ کړی او نظامی مرسته یی هم ورسره کوله ورباندی ونړاوو او دلته امریکا د بی ۵۲ ډوله طیارو له لاری په افغان ولس بمبارونه شروع کړل

    چی همدی ربانی ورته وویل چی واړه بمونه کار نه کوی له لوی بمونو کار واخلی مګر په هغه وخت کی دا خبره کرزی او اشرف غنی نه وو کړی مګر نن طالبان له اشرف غنی سره مخالفت کوی مګر د جمعیت له ډلی سره نیک اړیکی ساتی

    کله چی امریکا پوه شو همدا د کرزی او اشرف غنی اداره د جنګ د غځیدو او روسیی او ایران په حمله کی له ما سره مرسته نه کوی نو له پاکستان یی مرسته وغوښته چی د ځینو رسانیو د معلوماتو په اساس چی ددی سولی د توافق په خاطر پاکستان ته ۳ میلیارده ډالر ورکړ مګر برعکس کله چی پمپیو له اشرف غنی وغوښتل چی له عبدالله سره جوړه وکړه مګر اشرف غنی ظاهرآ مخالفت وکړ او پمپیو له افغانستان سره یونیم میلیارده ډالر مرسته بند کړ

    هماغه ډول چی روسانو له وتلو وروسته امریکا افغان ولس ته شاه کړه همداسی اوس بیا غواړی چی افغان ولس او افغان دولت په تش میدان پریږدی او بیا پاکستان ددی اجازه ورکړی چی له طالبانو او داعش څخه ګټه پورته کړی او دلته بیا مذهبی او قومی او ژبنی جګړی ته لمن ووهی او بیا افغان ولس په خپل مینځی جګړی که ښکیل کړی

    مګر خبر نده چی اوس افغان ولس یو څه اندازه بیدار شوی که موږ افغانان د طالبانو له ووژل شول یا د امریکا له لوری مګر همدا اوس په امریکا کی هم داخلی اختلافات پیدا شوی که خدای کول د وخت په تیریدو سره زور پیدا کړی چی د حل لاره یی له خپله امریکایانو ورکه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب