جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسفیسبوک ټیک ټاک ته ورته اپلیکېشن جوړ کړ

فیسبوک ټیک ټاک ته ورته اپلیکېشن جوړ کړ

تاند – د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ یو اجرايي فرمان صادر کړ چې پر اساس یې په متحدو ایالتونو کې د ټیک ټاک او وي چاټ ټولنیزې شبکې په ۴۵ ورځو کې دننه منع کېږي.

په امریکا کې د ټیک ټاک د منع کېدو په درشل کې فیسبوک دې ټولنیزې شبکې ته ورته یو اپلیکېشن جوړ کړ.

فیسبوک د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۱۵) په امریکا او ۵۰ نورو هیوادونو کې د ټیک ټاک په شان د لنډو ویدیوګانو د خپرولو لپاره یوه نوې ټولنیزه شبکه پیل کړه.

دا رسنۍ ریلز نومېږي او د اینستاګرام ټولنیزې شبکې په داخل کې کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اینستاګرام دې نوې رسنۍ څو ورځې مخکې تر دې په کار پیل وکړ چې مایکروسافټ کمپنۍ وویل، د ټیک ټاک د رانیولو لپاره د دې خواله رسنۍ له چینايي څښتن بایت دینس سره په خبرو بوخته ده.

ځینې سرچینې وايي، د بایت دینس شرکت په دې خاطر غواړي چې د ټیک ټاک یوه برخه وپلوري چې امریکا ویلي و دا شبکه به په خپله خاوره کې منع کړي ځکه چې اندېښنه لري چې ټیک ټاک د چین له امنیتي ادارو سره د خلکو معلومات شریکوي.

د امریکا ولسمشر وروسته یو اجرايي فرمان صادر کړ او په ۴۵ ورځو کې یې نه یوازې پر ټیک ټاک بلکې پر وي چټ بندیزونه ولګول.

د ریلز راوتلو د فیسبوک او ټیک ټاک ترمنځ سوداګري جګړه لا زیاته کړي. دا دوې شبکې یو بل ځان ته جدي ګواښ ګڼي.

دواړه شرکتونه سخته هڅه کوي چې په امریکا کې زلمکي او ځوانان ځان ته واړوي. په وروستیو دوو کلونو کې د دې عمر ډېر کسان ټیک ټاک ته لېوال شوي دي.

تر تېرې میاشتې پورې چې د هند او چین ترمنځ سرحدي نښته کېده او ټیک ټاک لا په هند کې منع شوی نه و، هند د دې رسنۍ یو تر ټولو لوی بازار و.

«ریلز» لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال په برازیل، بیا په فرانسه، جرمني او هند کې وازمویل شو.

فیسبوک د «لاسو» په نوم یو بل اپ هم ازمویلی و خو د خلکو پام یې خپل نه کړای شو.

د ریلز کاروونکي د ټیک ټاک په شان هغه ویدیوګانې چې په خپل موبایل ټېلفون ثبتوي، نورو ته لېږلی شي او پر دې سربېره د موسیقي ارشیف لري چې کاروونکي له خپلو ویدیوګانو سره موزیک یوځای کړي او یا نور تغییرات پکې راولي.

د ټیک ټاک اجرايي رييس کوین مایر د دغو ورته والو په خاطر ریلز د ټیک ټاک کاپي بللی دی.

د امریکا په کانګریس کې د ټکنالوژۍ د نویو شرکتونو د فعالیت د ارزونې لپاره د ځانګړې کمېټې په غونډه کې هم پر فیسبوک نیوکې شوې وې چې د سنپ چټ په شمول د خپلو سیالیو کمپنیو محصولات کاپي کوي او دا د ازاد رقابت د مقرراتو سرغړونه ده.

خو د اینسټاګرام یوه ريیس ویشال شا د سې شنبې په ورځ په یوه ویدیوکنفرانس کې دا ورته والي ومنل، ویې ویل چې دوی د نورو محصولاتو د رامنځته کولو لپاره د فیسبوک له داخلي څېړنو او له ډیجټلي ټکنالوژۍ څخه الهام اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب