Homeخبرونهچمن بمي چاودنه؛ ۵ تنه وژل شوي، ۲۰ نور ټپيان شوي

چمن بمي چاودنه؛ ۵ تنه وژل شوي، ۲۰ نور ټپيان شوي

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د زمري، اسد ۲۰ مه  ۱۳۹۹

   ډیورند کرښې ته نژدې په چمن کې چاودنې پنځه ويشت تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. چاودنه د نشه يي توکو پر ضد د ادارې موټر ته څېرمه شوې، او مسووليت يې وسله والو طالبانو منلی دی.

د چمن يوه دولتي چارواکي زکاوالله دراني د دوشنبې په ورځ ويلي چې چاودنه د ښار پر مال سړک په موټرسايکل کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو په واسطه شوې ده او کېدای شي، د بريد هدف هم د ادارې موټر و، چې په کې سپرو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاودنې له امله شاوخوا ولاړ موټر، موټرسايکلونواو پلورنځيو ته هم زيان اوښتی دی.

له چاودنې وروسته د سيمې پوليس او د سرحدي ملېشې سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.

چارواکی زياتوي، چاودنه پر مال سړک د موبايل مارکيټ مخ ته شوې، چېرې چې وړاندې هم په وار وار چاودنې شوې دي. د روان کال په مارچ مياشت کې په چمن کې د ليويزپوليسو دفتر ته نږدې په چاودنه کې نهه کسان وژل شوي وو او په اپريل مياشت کې بيا د کلاعبدالله په توبه اڅکزي سيمه کې په بمي چاودنه کې د امنيتي ځواکونو دوه  سرتېري وژل شوي  وو.

صدراعظم عمران خان پر خپله ټويټر پاڼه  د بريد غندنه کړې او د ولسي خلکو پر وژنه يې ژور خفګان څرګند کړی دی. د بريد مسووليت د وسله  والو طالبانو الاحرار ډلې منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...