– د مخلوقاتو سالار ته :
«ما» «ته» په ذوق او کرامت خلق کړی
ـ ما، ستا قدر وکړ، د شعور په نعمت مې وءنازولی
ـ ما، ستا د عزت په خاطر، ستا د بخت منزل په لور، سیده تګلار کې مشعلونه بل کړل
ـ خو، تا په ما باندې اعتبار وءنهکړ او ژړل دې چې دنیا دوه ورځ ده
ـ رڼا دې پوکړه، تیاره کې په کږې روان شوی
ـ ستا د ترخه ژوند په وړاندی ګڼې ستونځې او ګڼ ګواښونه،… ګورم
ـ نازولیه! باور وکړه که په تا مې دا پیرزو شی
ـ مه وارخطا کیږه، د ژغورنې لار درښایم
ـ پیل کې راځه چې، ستا د مأیوسې غوټې وءسپړو او واپس یې په خاورو ته د سپارلو ورسته، تا د نوی ژوند له ارونو سره، اشنا او پخلا کړم.
ـ تا انګیرله چې دنیا دوه ورځې ده
ـ یانې ړمبنۍ د لاسه الوتلې ستومانه پرون ؤ، هغه پرون چې، ستا د امیدونو خزانه یې ستا د اوښکو په سیلاو لاهو کړه او ته یې د غضبونو په عذاب د دردونو په ارخټ کې داسې ښکیل او ګیر کړی، چې خواشینی ژړاګانو چیغې دې په اسمان کې اورم.
ـ دویمه ورځ ناڅرګندو پیښو او پټو رازونو سره، مخ ته را روان سبا دی، کوم سبا چې، ستا په تصور کې، ستا دپرونۍ ورځ د کړاونو په امبار باندې ، له پاسه بار ږدی، د څومره وزن پورته کولو او وړلو، وس او زغم چې، ستا په توان کې نه نشته، نو ځکه ناقراره یې او ډاریږی چې ګواکې دا راروان سبا به ستا غرور در مات کړی
ـ وایې چې:« مار چیچلی له پړي څخه ویره لری»
ـ ته، د تیر شوی پرون او راتلونکې سبا په ټړاو لږ زما، واوره
ـ چې دا دواړه غبرګې هغه غیابې ورځې دې چې اوس نشته، خو د دواړو غیبو ورځو وهم تا ته، ستا په ذهن کې، داسې لاس یو کړې چې ته یې، حیران او پریشان د اندیښنو ګړنګ (د اوبو ګرداو) ته ټیل وهلې یې، بې غمه شه! تر لمر خاته وړاندی سبا نشې راتللې او تیر په هیر، تیر پرون، د ټولو بدو خاطرو سره، یوځای مړ شوی، هغه نشته، راځه چې د مړو غمونه، تیر هیرو شو مړو ته د هیرۍ په ادیره کې پریږدو.
***
څه چې شته ، هغه نن دی.
ـ نن ته ژوندون ته راستون شوی، مبارک
ـ زه، تا ته د ژوند هغه رازونه بربنډوم ، کوم چې ستا له یاد څخه توږل شوی
– ته، په خپل ذات کې د نړۍ اشرف المخلوقات یې
– ته، ستره معجزه یې
ـ ته، په خپل ماهیت کې د غښتلو وړتیاو خاوند یې
ـ ته، طبیعت له اصله نیکوکار او په ځانګړی معجزوی کرامت سره خلق شوی یې
– ما، ستا قدر وکړ، ما په ځمکه ته، په هسک کې ملایک، ستا په ساری، په ځانګړی کرامت سره خلق کړ،
ـ ما، تا باندې عقل د نعمت لورینه وکړه، فکري وړتیا د رحمت په امتیاز مې، چې د نیک او بد په توپیرولو سره خپل برخه لیک په ټاکلو کې ازاد پاتې شی، ستا رتبه مې د ملایک په پرتله لواړه کړه، ملایک مې د تیروتنې له حق څخه محروم کړی
ـ ما ستا د اسانتیاو پاره سپارښتنې، لارښونې … وکړی،
– خو، تا زه درک نه کړم
– ته، ولاړی د بدبختۍ په لور، په اغزونو لار روان شوی
ـ ستا، ګیله د کاواکه جسم د بې حکمتې څخه وه
ـ منطقی توجیه نه ده
ـ راځه چې ستا د نازک بدن بشپړو نیمګړتیاو او د کمښتونو تشو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو
ـ بیا یې د ارزښتونو ارزونه وکړو
ـ وایه چې ته ړوند یې؟ ګیځ د لمر سترګی خاته، په مازدیګر پریواته نه ګوری؟
ـ ته، بینا یې، ته کولای شې چې د سلګنو میلیونو موجوداتو په شان او شوکت کې، ان د یو ښکلې ګل له رنګه، له بویه او له ښایسته خوند واخلی، ته د ماشوم موسکا ګوری…
ـ وایه چې ته کوڼ یې؟ څه نه اوری؟
ـ نه ته یې اوری، ته د طبیعت په بڼ کې، اوبو د شهار په موسیفۍ کې د بلبلو په چغار له مستو سندرو خوند اخلی، …
ـ وایه چې ته ګونګ یې؟ خبری نه شی کولای؟
ـ نه ستا د څرګندونو اغیز کولای شې چې، ډیرو خلکو ته ښادی په برخه کړی… ، یو کس وستایې بل وءغندی … یو نا پوه د جهل له تورتم ځخه، د پوهې رڼایې ته وءهڅوی، …
ـ وایه چې ته فلج یې؟ د خوځیدو نه یې؟
ـ ته په یو ځای ولاړ بوټۍ نه یې چې، مازی د باد په لګیدو وءخوځیږی
– ته، د خوځښت پیاوړی وړتیا لری، «ستا حرکت کې برکت دی»
ـ وایه چې ته بېوزله او نیستمن یې؟
ـ نه، تا ته خو په ګوتو شو، چې ته د کتلو، اوریدلو، ګړیدلو، زیارکښلو د وړتیاو په پانګې، بډایه شتمن یې
ـ ته، ولې په ځان ظلم کوی او په خپل وجود کې، د بخت بدلولو ځواک نه ګوری؟
ـ هغه شته، ته مازی په توکل سره، همت او ټینګ هوډ وکړه.
ـ پوه شه چې ستا وجود د نعمتونو هغه ډکه خزانه ده، د کومو په بڼسټ چې ته کولای شې د بریا په لور اوچته ګامونه پورته کړی او د وجود کومو جسمي عیبونو چې، ستا غوسه پارولی وه، هغه ستا په خیال کې ځای نیولی ؤ .
ـ وایه چې ته یو وزریې؟ خپل، خپلوان، دوستان … نه لری، د ځانتیاوالی په تنګسه دې شپی او ورځې یو شان ګوښه کې تیری وی ؟
څنګه چې په پورته کرښو کې، ستا د وړتیاو نعمتونه وشمیرل شو.
– له نن څخه پس، ته یواځې نه پاتې کیږی،
***
– د بختور ژوند رازونه: مینه د سوکاله او خوشاله ژوند حیاتې برخه ده، مینه د طبیعت سخاوتمنده تحفه ده، مینه ډالۍ ده، څنګه چې د هرې ډالۍ په بدل کې، ځوابي ډالۍ ته اړتیا نه لیدل کیږی، د بشر سره، د مخلوقاتو سره د مینی او محبت چلند، ستا د نیکو اخلاقو ښکارندوینه کوی، ته یې په بدل کې، د کوم سوغات، انعام یا جایزې تمه مه لره، څنګه مې چې وویل مینه ډالۍ ده او ډالۍ پخپل ماهیت کې قرباني ده. مینه د ښیګڼو رحمت دي، سمه معقوله ده چې وایې د طالعو مرغه تل د مینهناک انسان په مدار الوزی، هغه ته په سندرو کې، د خوشبختی رمزونه وایې.
ـ خپل شخصیت ښه پالنه کاوه، د هغه حیثت خوندی ساته، ته پوهیږی چې دا ۷۰ میلیارده بشر چې، دې دنیا ته سترګې غړولی، پټې کړی او لا نور به یې وءغړولی او پټي کړی، دوی کې یو هم، ستا د شان په شاندې نشته، نه ؤ او نه به راشی، ته وءویاړیږه چې، ته یواځینې یې، هیڅ چا ته اجازه مه ورکوه، چې تا توهین او تحقیر کړی، ته بشریت ته وښایه چې ته د غرور او د وقار څښتن یې.
– د بري بله لنډه لار ستا په کړنو کې ده، چا سره دی څومره ښیګڼه د وسه پوره او د لاسه کیده، پرته له دې تمې چې خپل احسان په بار کړ، له پاک زړه یې کاوه، خو دومره مه خوږیږه چې ودې خوری، نه دومره ترخیږه چې ودې غورځوی.
– په پای کې، څنګه چې ما تا ته د خپل برخه لیک په ټاکلو کې، د انتخاب واک سپارلی دی، نو غوره ده چې دا لادینې سپارښتې مې په سړه سینه یاد کې وءساتې.
ـ که د مرګ او ژوند تر منځه خبره انتخاب ته شوه، نو ته ژوند غوره کړه
ـ د جنګ په ځای، سوله غوره کړه
ـ د کرکې او تعصب په ځای، مینه محبت غوره کړه
– د ویجاړولو په ځای ودانول غوره کړه
ـ د راکړه او غصب کولو عادت په ځای، ته د واخله او ډالۍ کولو عادت غوره کړه
ـ په خپل وجود کې د شیطان پالنې په بدیل، وجدان پالنه کوه
ـ د انسانانو د زخمي کولو په ځای، د هغوې درملنه کاوه
ـ ته ستره معجزه یې، ته دا وړتیا لری چې په خپل نوښت، نوری معجزې خلق کړی
ـ ته د مخلوقاتو سردار یې
ـ نور دې خوښه خپله، ته د مأیوسی او د ماتم ژوند خوښوی، که د ښادۍ او خوشالۍ
ـ واک دی خپل دی.
——————————
ژباړه له روسي ژبې