جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېعمومي نظرسنجي، ټولنيزې رسنۍ او پایلې

عمومي نظرسنجي، ټولنيزې رسنۍ او پایلې

عبدالوافي نایبزی

د ۱۳۹۹ د اسد میاشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون په اړه عمومي مشورتي جرگه دایره شوه، چې هېواد له ګوډ ګوډ څخه په‌کې له درې زرو ډېرو قومي مشرانو او لوړ پوړیو چارواکیو ګډون درلود.

له جرگې دوه ورځې وړاندې د پژواک خبرې اژانس له لوري د مشورتي لويي جرګې د دایرو په موخه د عامه افکارو د معلومولو په موخه یوه عمومي نظرسنجي Public Opinion Polling په فیسبوک خپره شوه. کابو له ۳۱زره ډېرو فیسبوک کارونکیو رایه کارولې وه، چې ۷۶ سلنه يې د جرګې له دایرېدو سره مخالف او یوازې ۲۴ سلنه موافق وو. د رای‌گیرۍ په پایله کې کابو مې له یو نږدې همکار سره په‌همدې بحث وو، چې ما ویل فیسبوک هېڅکله د داسې جنجالي یا Controversial موضوعاتو له‌پاره د نظرسنجۍ یو ښه پلاټ‌فورم نه‌شي کېدای، خو ملګري مې استدلال کوو، چې نه، حکومت او په ځانگړي ډول د حکومت د رسنیو استازي باید په داسې مسایلو کې دا ډول رای‌گيري مهمه وشمېري!

اوس سوال دا دی، چې آيا رښتیا هم د حکومت رسنۍ باید په‌داسې مسایلو کې دې ډول نظرسنجیو ته پام وکړي که‌نه؟

اصلاً په دا ډول نظرسنجي خپل مراحل لري، د بېلګې په ډول که زه وغواړم چې حضوري یا Face to Face او یا غیر حضوري یا برښنايي Electronic Voting وکړم، نو باید لومری خپل حاضرین یا Audience نښه کړم، چې زما حضورین څوک دی؟ د څومره عمر خلک دي؟ د کومې سیمې خلک دي؟ د سواد کچه يې څومره وي؟ ایا په دې نظرسنجۍ کې جنسیت مهم دی کنه؟ په دویمه مرحله کې باید د پوښتنو/پوښتنې په جوړولو فکر وشي، چې زما څه ډول ارقام Figures او یا هم معلومات information په کار دي؟ آیا پوښتنه مې په (هو/نه) ځوابېږي، که جزیاتو Description ته اړتیا لري؟ په درېیمه مرحله کې د ځوابونو یا راټول شویو ارقامو/معلوماتو تحلیل دی، چې له دې وروسته کولای شو نتیجه وړاندې کړو.

زما استدلال د جرگې د نظرسنجۍ په اړه چې ویل مې دا مناسب او اغېزناکه لاره نه‌ده دا وو، چې د طالب بندیانو په اړه دایرېدونکي لویه مشورتي جرګه کې څوک دعوتېږي؟ معلومه خبره چې قومي متنفذین، د مدني ټولنو استازي، د قربانیانو کورنۍ او نور ولسي خلک، چې زما په اند ډېره سلنه یې فیسبوک ته لاس‌رسی نه لري، او که لاس‌رسی هم لري نو هومره په‌کې فعال نه‌دي چې په‌دا ډول نظرسنجیو کې دې ونډه واخلي. دویم نظر مې دا وو، چې حکومتونه ځینې پرېکړې د عوامو د خیر له‌پاره کوي، چې په اوږدمهال کې د ولسونو په خیر وي، ښايي په لنډ مهال کې يې ترسره کول بې‌گټې ښکاره شي، مثلاً د جرګې د دایرو څخه وړاندې هم‌دا سوال وو، چې ولې په جرګه دومره مصرف وشي، یا هم چې دا جرگه او گډونوال يې د حکومت د خوښې خلک دي او څه چې حکومت څه وغواړي هغه به کېږي.

په ټولنیزو رسنیو د جرګې وروسته څرگندېدونکې پایلې:
د جرگې په درېیمه ورځ، د پژواک خبري اژانس بیا یوه نظرسنجي خپره کړې او د فیسبوک کارونکیو يې پوښتلي چې د «سولې لويې مشورتي جرگې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول تایید او د اوربند غوښتنه يې وکړه، تاسې د جرگې له‌دې پرېکړې سره موافق یاست؟»
لا د دې ۲۴ ساعته رای‌گیرۍ ۱ ساعت نه‌دی تېر شوی، خو کابو ۸۶سلنه خلک وايي هو موافق یو، او ص۱۴سلنه يې بیا ناموافق یا مخالف دی. اوس دلته دا سوال دی، چې د جرګې د دایرېدو په اړه همدا فیسبوک کارونکي په لوی اکثریت مخالف وو خو د پایلو سره يې بیا په لوی اکثریت موافق دی.

د جرگې د پای‌ته رسېدو سره سم، د ټولنیزو رسنیو د کارېدونکي له لوري دا پایله هم ښه معلومېږي، چې جرگې یوازې جمهوریت غوښت او فیسبوک کاروونکي يې د پخوا څخه څو چنده ملاتړ کوي. بله تر ټولو ستره لاس‌ته راوړنه د «ملي یووالي» ده، چې د جرگې پر مهال او اوس په ټولنیزو رسنیو کې هم په جوت ډول څرگندېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب