جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې د مشورتي جرګې تر پای ته رسېدو څو شیبې...

کابل ښار کې د مشورتي جرګې تر پای ته رسېدو څو شیبې وروسته چاودنه شوې

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۹)  د کابل پولیس وايي نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳:۳۸ دقیقې د پینځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

د کابل ولایت د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي چې په دغه چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او پینځه پولیس یې ټپیان کړي دي.

د فرامرز په خبره پولیسو غوښتل په لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي شنډ کړي چې چاودنه یې کړې او یاده مرګژوبله یې اړولې ده.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.

دا پېښه د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې تر پای ته رسېدو څو شېبې وروسته واقع شوې ده.

لویه جرګه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د اسد له ۱۷ تر ۱۹ په کابل کې تر سره شوه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب