شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا په دوو ایالتونو کې د ډزو له امله ۱۶ تنو...

د امریکا په دوو ایالتونو کې د ډزو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یک شنبه، د اسد۱۹) امریکایي چارواکي وایي، چې په پلازمېنه واشنګټن کې یوه کس د ډزو په پایله کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سي ان ان امریکایي رسنۍ د واشنګټن د پولیسو چارواکو له قوله لیکلي، چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.

سرچینه وایي، چې تر اوسه د ډزو علت معلوم نه دی او بریدګر هم د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

پولیس وایي دوی په دې تړاو څېړنې پيل کړي دي.

بل لورته د امریکا په یو بل ایالت پنسلوانیا کې هم یو وسله وال پرعامو کسانو ډزې کړې، چې په پایله کې یې د یوې حاملې ښځې په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.

روغتیايي سرچینې وایي، چې په پېښه کې د ټپي شویو دوو کسانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په امریکا کې د پولیسو له لوري د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته ورته پېښې ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب