یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینس ټوېټرهم د ټیک ټاک اخیستلو ته تیاری ښودلی

 ټوېټرهم د ټیک ټاک اخیستلو ته تیاری ښودلی

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۰) له مایکروسافټ کمپنۍ وروسته ټوېټر هم د ټيک ټاک اخیستلو لپاره تیاری ښودلی دی.

د ټوېټر ویاند رسنیو ته ویلي، چې دوی هم غواړي د ټیک ټاک کمپنۍ امریکايي برخه له چین څخه واخلي.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی په دې اړه مذاکرات هم پيل کړي دي.

تر ټوېټر وړاندې مایکروسافټ کمپنۍ هم د دغه اپلیکېشن د اخیستلو لپاره تیاری ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې د یاد اپلیکېشن د امریکايي برخې بیه میلیاردونه ډالره اېښودل شوې ده.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا امریکایي کمپنیو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو څلوېښتو ورځو له دغه ټولنیزې رسنۍ سره خپلې اړیکې ختمې کړي.

ولسمشرټرمپ په ټینګارسره امریکایي کمپنیوته ویلي، چې د دې ترڅنګ د دغه اپلیکېشن د اخیستلو لپاره اقدام وکړي.

https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%af-%d9%bc%d9%8a%da%a9-%d9%bc%d8%a7%da%a9-%d9%be%d9%87-%da%ab%da%89%d9%88%d9%86-%d8%af-%da%86%db%8c%d9%86-%d9%be%d8%b1-%db%b5%db%b9-%d8%a7%d9%be%d9%84%db%8c%da%a9%d8%b4%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب