یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو له حکومت سره خبرو ته تیاري وښوده

طالبانو له حکومت سره خبرو ته تیاري وښوده

تاند(دوشنبه، د اسد۲۰) طالبانو نن اعلان وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار دي.

طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو د خلاصون سپارښتنه وکړه او ولسمشر غني ورسره موافقه وکړه.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«زموږ دریځ روښانه دی، که د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ شي، موږ حاضر یوو چې په یوه اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته کښېنو.»

شاهین دا هم وویل چې خبرې به د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل فرانس پریس ته وویل«د افغانستان حکومت به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پروسه په دوو ورځو کې پیل کړي.»

طالبانو د خپلو ۴۰۰ پاتې بندیانو د خلاصون موضوع د بین الافغاني خبرو له پیلولو سره مشروط کړي وو خو مشورتي لویې جرګې دا مسله حل کړه.

شاهین وویل، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري به عباس ستانکزی وکړي چې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري یې هم کړې ده.

1 COMMENT

  1. د یو افغان په حیث غواړم چی دواړه طرفینو ته ووایم چی نور د قدرت لپاره د افغان ولس له وژنی لاس واخلی

    او لومړی د پاکستان ایران امریکا او برتانیه او روسیی پر ضد د خپل د غوښتنی پر اساس عمومی اوربند باندی فیصله وکړی چی زموږ ټول دښمنانو زړه ترک وچوی

    او موږ افغانان یعنی طالب او حکومتی ځواکونو د تیر کوچنی اختر شان یوبل تر غاړی غړی شی او ولس نور پدی پوه شی چی د دښمنانو له دسیسو خلاص شولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب