Homeخبرونهله پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدلو لړۍ پيل...

له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدلو لړۍ پيل شوه

تاند ( دوشنبه، د اسد۲۰) د کډوالو نړیوال سازمان مسولان وایي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو د بېرته ستنېدلو لړۍ پيل شوې ده.

د یاد سازمان چارواکو ویلي، چې دمګړی یې په خیبر پښتونخوا کې هغه دفترونه پرانستي، چې په مرسته یې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته اوړي.

د کډوالو نړیوال سازمان د چارواکو په خبره دوی دا کار د پاکستان د حکومت په همغږۍ سره پيل کړی دی.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ تېر ژمی د هوا د سړښت او دغه راز د کورونا ویروس د پراختیا له امله درېدلې وه.

په پاکستان کې اوس هم زرګونه افغان کډوال مېشت دي او ډیری یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

خو له پاکستان نه افغانستان ته راستانه شوي کډوال بیا له افغان حکومت نه د مرستو غوښتنه کوي او وایي، که پاملرنه ورته ونه شي له هغه ځایه به یې دلته ستونزې ډیرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...