یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورسلیمان لایق او دښمنان یې| محمد انور آڅړ

سلیمان لایق او دښمنان یې| محمد انور آڅړ

زما هډوکي به لا فخر کړي په ګور کې/ ومې نه لیکل د سپیو صفتونه

هغه لیکوالانو او شاعرانو چې له لایق صاحب سره یې پېژندل او یا یې په اړه مالومات لري پر دوی یې دا حق دی چې د هغو کسانو پر وړاندې ودریږي چې په ده باندې ناروا… تورونه لګوي، که دا ډول هر کس او ناکس پورته کیږي د هېواد د ویاړلیو شخصیتونو شخصیت تخریبوي او موږ په غټو، غټو ورته ګورو زموږ لپاره ښه خبره نه ده.

د ګلونو قدر چا زده؟/ یا بلبل زده یا بورا زده

خوشال بابا

پنځه کاله وړاندې چې ما وروستی ځل لایق صاحب له نږدې ولید د ده د (۸۵) یمې کلیزې مراسم وو چې په ویاړ یې د خوشال بابا فکري بهیر لخوا په کابل کې جوړ شوي وو.

ارواښاد اکاډیمسین سلیمان لایق د سیمې او هېواد د پښتو او دري ژبو پیاوړې، نوښتګر، انقلابی، یاغي، زړه راښکونکی، وطن پال شاعر، لیکوال او سیاستوال ؤ، اغېز ناک ژبه ور (فصیح او بلیغ) ویناوال ؤ چې په خبرو او شاعرۍ کې یې خورا لوی اغېز پروت ؤ، دا مې په خپلو سترګو لیدلي دي چې کله به لایق صاحب په غونډو کې خبرې پیل کړی د خبرو په جریان کې به ناست کسان په پښو ودریدل احساساتي به شول چک چکې او نارې به یې وهلې لوی شور او زوږ به جوړ شو، د ده په شعر کې داسې جذبه نغښتي وه چې په معاصرو شاعرانو کې نه لیدل کیږي، د لایق صاحب شعرونه، نثر او هره وینا د هېواد پالنې پر بنسټ څرخیږي، هغه مهال چې موږ نوي ځوانان وو له کابل راډیو څخه د ښاغلي ګل زمان او ملګرو په غږ کې د دې ترانې په اوریدو به زموږ ویښتان نېغ ودریدل:

دا وطن

دا وطن ودان وطن

دا د لوی افغان وطن

دا پر موږه ګران وطن

خاوره د غیرت ده زلزلې لري طوفان لري

غرونو کې بازان لري

شور یې په سیندونو کې

تاؤ په لویو غرونو کې

مینه یې په زړونو کې

خېږي له سینې د هر افغان نه ولولې لري

بلندې لمبې لري

اوسي افغانان په کې

نسل قهرمان په کې

واړه سر بازان په کې

څاري یې د غرو اوچت سرونه له آسمان سره

ننګ او له ایمان سره

باد لري برېښنا لري

شور لري غوغا لري

ژوند لري بقا لري

هره لوېشته خاوره یې کعبه ده افغانانو ته

دې نویو ځوانانو ته

۲۶/۵/۱۳۴۳-کابل

***

نه یوازې دا چې دې ترانې په ما باندې په هغه وخت  کې اغېز درلود اوس یې چې اورم غریو نیولی شم، دا به ووایم چې دا ترانه پر ټولو رښتینو افغانانو باندې اغېز لري او که په چا اغېز ونه لري هغه د افغان ملت او افغانستان دښمن دی.

ما دا ترانه تر پایه یاده کړي وه او له ځان سره به مې زمزمه کوله چې وروسته مې د همدي ملي ترانې پر پیروۍ لاندې ترانه جوړه کړه چې زما د شاعرۍ د هڅونې اصلي سبب د لایق صاحب همدغه ملي ترانه وه:

ترانه

ځار دې شم وطنه راته ګران له خپله ځان یې

خوږ افغانستان یې، خوږ افغانستان یې

ته یې د زمریانو کور

 ته یې د بازانو کور

 یې د اتلانو کور

تل به دې ساتم له غلیمانو چې افغان یم

 تندر د آسمان یم، تندر د آسمان یم

ته یې د شېر شاه خاوره

 یې د احمدشاه خاوره

 ته د پښتونخوا خاوره

موږ بابا روزلي یو بازان د لوی خوشحال یو

 تېر تر سرو مال یو، تېر تر سرو مال یو

شوی سکندر عاجر

 موږ ته ؤ، حیران چنګېز

کړی دی انګرېز ګرېز

موږ یو پېژندلي درست جهان چې مزریان یو

واړه سربازان یو، واړه سربازان یو

زړه لکه زمری لرو

 نوم د باتورۍ لرو

 خوی د سربازۍ لرو

مور راته ویلی په زانګو کې دی د ننګ سبق 

جنګ او  د تفنګ سبق، جنګ او  د تفنګ سبق

ته درمان ارمان زموږ

 ته یې ځان ایمان زموږ

 یې دُر و مرجان زموږ

ته مو ننګ ناموس ته مو یې روح ته مو ژوندون یې 

ته مو د روح تون یې، ته مو د روح تون یې

***

لایق صاحب یو مترقي آزاد خیاله، د بنسټ پالنې پر خلاف او په اسلامي شریعت پوه شخص ؤ، ده په لومړیو کې خپلو ګونډي ملګرو ته ویلي وو چې ګوند دې له دین سره تړاؤ ولري. په دې هیله ؤ چې د خلق دیموکراتیک ګوند باید دیني دود دستور او دیني ښوونه او روزنه رعایت کړي … خو نوموړي ګونډ بېلابېلې لارې غوره کړې چې په یوه تن پورې یې اړه نه درلوده. (از گذشته؛ انقلاب اکتبر شوروی و افغانستان؛ غلام‌مجدد … – BBC)

لایق صاحب په شوروي پلوه حکومت کې په لوړو څوکیو کار کړی دی خو دا د دې مانا نه لري چې دی د شورویانو غلام ؤ، که موږ د خپلو لویو مشرانو مخینو ته ځیر شو نو لوی او نابغه احمد شاه بابا د یو خارجي یرغلګر نادر افشار د ګارډ قوماندان او د هوتکو پښتون حکومت مخالف ؤ چې وروسته د لوی افغانستان موسس او د درست افغان ملت ویاړ وګرځید، دغه شان لوی خوشال بابا چې د مغلو منصب دار او جاګیردار ؤ او بیا یې تر مرګه پورې سخت دښمن پاتې شو. اوس سوال دا دی چې دا څوک ویلی شي چې احمد شاه بابا او خوشال بابا د پردیو غلامان وو؟

مرحوم لایق صاحب، د شورویانو د اشغال پر وړاندې خپل تاریخي مسؤلیت په ډېره ښه توګه ترسره کړی دی، خپل دریځ او خپله ګروهه (عقیده) یې په زغرده په افغانستان کې د شوروي قواوو قوماندان، ستر جنرال الکساندر مایوروف ته نر په نره په ډاګه کړې ده دا ډول حیرانوونکي خبرې (چې روسی جنرال یې حیران کړی ؤ)، د مرګ سره تړلي وې، دا ډول څرګندونې د یو غلام او یا د یو لاسپوڅي کار نه دی، دا د یو سرتیري، یوه میړني اتل افغان کار دی، نوموړی جنرال په خپل کتاب (په افغانستان کې رښتیا څه تېریدل؟) داسې لیکي:

«… د ماسپښین تر دوو بجو څو دقیقې وروسته سلیمان لایق دلته راځي، هغه له خپل ژباړونکي سره راغی.

… خو لایق بله خبره راپیل کړه او زه یې په بې پردې وینا هېښ پاتې شوم.

هغه په پوره ځوږ څرګنده کړه چې نه خلقي دی نه پرچمي: زه یو رښتینی پښتون یم، د خپل ټبر نهه پښته پېژنم او ښاغلی جنرال غواړم دا خبره درته په ډاګه کړم چې هېڅوک به په هېڅ وخت کې افغانستان ونه نیسي، تاسې کولی شئ همدا ګړۍ ما بندي کړئ… .

ــ تاسې څه وایاست لایق صاحب؟…

ــ نه، نه … غوږ ونیسئ چې زه څه درته وایم… 

او هغه کټ مټ هماغه ټکي راته بیا واورول چې څو ورځې وړاندې مې د ببرک کارمل له پلاره اوریدلي وو: 

ــ هېڅوک پر دې بریالي شوي نه دي چې افغانستان لاندې کړي، نه مقدوني سکندر، نه چنګېز خان او نه هم انګرېزان او تاسې هم دا کار نه شئ کولی. افغانستان یوازې پېرلی (اخیستلی) شئ، خو تاسې خوار یاست، تاسې د اسلامې نړۍ له نفتي شېحانو او هم له امریکا سره سیالي نه شئ کولی.

ما هغه ته په ځواب کې څه ویلی شول؟ کوم دلیلونه مې ورته راوړلی شول؟ یو څه نامقنع خبرې مې د ثور انقلاب د ملاتړ او داسې نورو په اړه پیل کړې…

ــ هېڅوک ستاسې د دې انقلاب ملاتړ نه کوي تاسې ایمان نه لرئ! اسلام به هېڅکله مات نه شئ کړای!

او دلته یې غږ زما په غوږو چړې خښې کړې، لایق د ستوني له پایه دا ټکي راواورول:

ــ لاره ساده، حاشیې تنګې

ــ ستنې، اورګاډي او پلونه

ــ او د لارې پر دواړو غاړو

ــ پراته هډوکي د روسانو

او بیا یې د ژباړونکي په مرسته خبره اوږده کړه:

ځیږ ژوندون دی، ځیږ سیاست، افغانستان د شریعت له مخې ژوند کوي، موږ قرآن ته درناوی کوو او د هغه له مخې خپل ژوند سمبالوو، اسلام زموږ سیاست دی.

له اکاډیمیسېن او شاعر سره زما خبرو داسې بڼه ونیوله، زه پوهیدم چې هغه د لنډیو له ټولولو سره مینه لري او راته جوته وه چې د روسي شاعرانو له ډلې ورته نګراسوف نږدې دی خو دا چې هغه د روسي (ځیږ سیاست) د نګراسوف په شعر انځور کړ، زه یې حیران کړم.

لایق ژباړونکي ته ورو شانتې څه وویل خو هغه زړه نا زړه شو، لایق بیا په ټیټ غږ په خبرو پیل وکړ:  

ــ ځئ له افغانستانه لاړ شئ، په سمه ووځئ، په حیا سره.

لایق چې د نفس له مناعته راضي برېښیده، په ګوتو یې د کهربایي تسپو (تسبیحو) د دانو په اړولو پیل وکړ ما په دې ترڅ کې کهربا ته کتل او له ځانه مې پوښتنه کوله: هسې نه چې ده همدا د کهربا تسپې په لوی لاس غوره کړي وي که نه نو ولې یې بل ډول مثلاً هډوکیني تسپې نه راوړلې؟ هسې نه چې په دې توګه یې خپل هېواد او هغه ځای رایاداوه چې مخکې مې په کې دنده سرته رسوله (د بالتیک د سمندرګي د کهربا (یانتار) سیمه!) او هسې نه چې نغوته (اشاره) یې دا وه چې: ځه ورکېږه، خپل هېواد ته دې ځه؟

(له افغانستانه په سمه ووځئ، په حیاسره)، دا فقره یا ژباړونکي بیا تکرار کړه او یا مې په مغزو کې ونښتله… 

په دې کې (چیریومنیځ) راننوت او خبر یې راوړ چې د ا. خ. د. ګ، د مرکزي کمیټې منشیان: نور او زېری نابللي او نا منلي راروان دي، ما له لایق نه بښنه وغوښته…» (په افغانستان کې رښتیا څه تېریدل؟) د ښاغلي ډاکټر داؤد جنبش ژباړه، ۳۲۴- ۳۲۵ ۳۲۶ مخونه 

لایق صاحب داسې څوک نه ؤ چې خپلې تېروتنې او یا یې د خپل ګونډ تېروتنې پټولې. ده د خپلو لیکنو او شعرونو په هکله له بي، بي، سي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي ؤ چې په خپلو شعرونو کې د (سور) د سره رنګ په لیکلو او ویلو خوښ نه دی. دا ډول ښاغلي لایق د بي، بي، سي له خبریالې مینه بکتاش سره په یوه بله مرکه کې د خپل ګوند د کړنلارې د بدلون په اړه داسې څرګندونې کړي دي وایي:« شما می دانید که حزب وطن با حزب دموکراتیک خلق افغانستان یک فرق دارد. حزب وطن از افکار کمونیستی عقب نشینی کرد، به افکار ملی و مصالحه با دیگران رو آورد.» )سلیمان لایق: چشم اگر بینا بود هرروز، روز محشراست ( BBC …

دغه شان لایق صاحب د خپل ګوند د اشتباهاتو په اړه وایي:«بزرگترین اشتباه ما این بود که به زبان مردم سخن نگفتیم و ایدیولوژی و اهداف و مقاصدی را برای مردم پیشنهاد کردیم که اصلا نه قابل قبول بود، نه قابل درک بود و نه با ضرورتها ونیاز های مردم منطبق بود.» (گفتگو با سلیمان لایق “ما غلامان کشته شده باستانیم)

همدارنګه ارواښاد لایق د خوشال بابا فکري بهیر په یوه غونډه کې وویل: زموږ او اخوانیانو غلطي دا وه چې له هېواد څخه ایډیولوژۍ ته زیات وفادار وو، همدې کار وطن خراب کړ اصلا ستاسو د ځوانانو دنده دا ده چې ایډیولوژي د وطن لپاره د شړۍ په ډول وکاروۍ، که یوه شړۍ د وطن لپاره ګټوره ثابته نشوه ویې غورځوئ او بله شړي په اوږو کړئ.

لایق صاحب د نورو تنظیمي، خلقي، پرچمي، طالبي او داعشي مشرانو په څېر د پردیو غلام نه ؤ او نه یې د دوی په شان د خپلو خلکو په وینو لاسونه سره وو، برعکس له خپلو خلکو سره یې د خپل وس سره سم مرستې کړي دي د حکومت له زندانونو یې د بې ګناه کسانو په خوشي کولو کې تل هڅې کړي دي، په ځانګړي توګه ټول فرهنګي کسان، هغوی چې په هره ګروهه وو له هر ډول زورونو یې ژغورلي دي چې یوه بېلګه یې د (مُشت نمونه خروار) په توګه، د مرحوم کاندید اکادمیسین محمدصدیق روهي او سرڅیړونکي زلمي هېواد مل خوشی کول وو چې د وخت د حکومت لخوا نیول شوي وو.

لکه چې پوهېږو لایق صاحب له آره په وطن مین، د لوی افغانستان غوښتونکی، د بلوڅو او پښتنو د یوالي پلوی او د پاکستان (پنجاب) سرسخت دښمن ؤ.

له همدې امله ځیني بې انصافه افغانان (نه پنجابیان او نه نور بهرنیان) د ناپاکستان په ګټه او پلوۍ خپلې ناپاکې او افغان دښمنه خبرې کوي، ځني یې د (ای، اس، ای) ډېر پخواني وفادار اجنټان دي او نور یې د خپل حماقت او جهالت له کبله لایق صاحب کافر بولي، له شرافته وتلي سپکې سپورې ورپسې وایي، دا هغه کسان دي چې فامیلي تربیه او اخلاق نه لري، په ځانګړي توګه هغه چې بې وطنه، بې موره او بې پلاره لوی شوي وي، خپل کلتور او دودونه ترې هېر وي او د پردي کلتور او عقایدو تر اغېز لاندې راغلي وي، مالومات او مطالعه نه لري نو د تور قاضي په شان بې سنده فتواوې ورکوي او د بې ادبه ورانکارو ماشومانو په شان کنځلې کوي، په داسې حال کې چې همدغه مفتیان! د اسلام پنځه بنسټیز ارکان په ځان نه پلي کوي او لکه څه ډول چې لازمه ده نه پرې پوهیږي، په یقین سره وایم چې دا ډول خلک تش په نوم مسلمانان دي، له اسلام سره علاقه نه لري، نو ځکه خو د اودس په فرضو او سنتو باندې هم نه پوهيږي.

 خو د هېواد نومیالي شخصیتونه کافران بولي، دغه کسان په یو ډول ناروغۍ باندې ککړ دي، (که چا څه ورته ویلي هم نه وي)، خپله ژبه راباسي، دا خلک قرآن حکیم داسې راپېژني:

﴿فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث﴾ 

ژباړه:« نو د هغه حالت د سپي په شان شو چې که ته پرې حمله وکړې هم ژبه راځوړندوي او که یې پرېږدې هم ژبه راځوړندوي.» (الأعراف: ۱۷۶) 

مسلمان ته کافر ویل د حنفي فقهې پر بنسټ که یو مسلمان د اسلام ټول ارکان ترک کړي هم وي او یوازې د طیبه کلمه (لااله الاالله محمدرسول الله) لولي مسلمان بلل کیږي او د کفر حکم څوک نه شي پرې کولې.

اسلامي شرع ظاهر ګوري، په باطن باندې یو الله ښه پوهیږي، که یو څوک ځان مسلمان وبولي، څوک د کفر حکم نه شي پرې کولی، داسې یوه پېښه د اسلام په لومړیو کې رامنځ ته شوي وه چې د پیغمبر(ص) لخوا یو لښکر د جګړې لپاره ولېږل شو، په هغه سیمه کې د هغه قوم یو سړی چې(مرداس) نومیده له خپل مال سره له کفارو جدا ولاړ ؤ، کله چې مسلمانان ورنږدې شول نو سلام یې پرې واچولو، مګر اسامه بن زید داسې ګومان وکړ چې دا سړی د خپل مال د ساتلو لپاره سلام اچوي او ځان مسلمان معرفي کوي، نو هغه یې وواژه. کله چې رسول الله(ص) له دې پېښې خبر شو، سخت خواشینی شو او په هغه صحابي باندې په قهر شو، هغه ته یې وویل: «ایا تا د ده زړه څیرې کړی ؤ؟» چې کافر دی که مسلمان. (کابلی تفسیر: د مدینې چاپ) او د دې پېښې په تړاؤ باندې دا آیت شریف نازل شو:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (سورت نساء ۹۴، آیت)

ژباړه:«اې مومنانو! کله چې د الله په لار کې د جهاد لپاره ووځئ نو د دوست او دښمن په منځ کې توپیر وکړئ او څوک چې تاسې ته سلام واچوي، هغه ته سمدلاسه مه وایئ چې ته مومن نه یې. که تاسې د دنیا ګټه غواړئ نو له الله سره ستاسې لپاره د ولجې (غنیمتونو) ډېرې زیاتې شتمنۍ شته، اخر په همدې حالت کې خو تاسې پخپله هم له دې څخه مخکې اخته شوي وئ، بیا الله پر تاسې مهربان شو، له دې امله له غور څخه کار واخلئ. تاسې چې څه کوئ الله پرې خبر دی.» 

د اسلامي نړۍ ستر مفکر سید سلیمان ندوي رحمه الله د بخاري او مسلم شریف په استناد وایي چې:رسول الله(ص) ویلي دي باید هېڅوک خپل ورور ته کافر یا فاسق ونه وایي، دا ځکه چې که هغه فاسق یا کافر نه وي نو دا تهمت به بېرته هغه تهمت ویونکي ته وروګرځي. (سیرت النبي(ص)، شپږم ټوک ۵۶۳مخ، د پښتو ټولنې چاپ)

له پردیو ګیله هسې کړو لایقه/ مونږ د خپل ولس په خپله قاتلان یو

زما هډوکي به لا فخر کړي په ګور کې/ ومې نه لیکل د سپیو صفتونه
اکاډمیسین سلیمان لایق

پای

10 COMMENTS

  1. ښاغلی محمد انور آڅړ صاحب ، ډېره ښکلې اوپه زړه پورې لیکنه ده ، الله پاک د اجرونه درکړي . ډېر نوي څه مو ترې زده کړل . زه پداسې حال کې چې له تاسو سره موافق یم او ستاسو نظرونه تائیدوم ، اضافه کوم چې کوم شی چې عیان دي ، څه حاجت د بیان .
    ایرانیان مرحوم سلیمان لایق د هغوی د لوړو فارسي اشعارو له برکته لکه سید جمال الدین افغان ایرانی بولي ، خو زمونږ یوه برخه ناپوهه کسان نوروته د خپل جهالت د ورپېژندلو لپاره په خپلو نایابه مشرانو او عالمانوباندې تهمتونه پورې کوي . دوی ملامت ندي په پیرروښان او خوشحال خان خټک پسې هم دا شان کسانو بد ویلي دي .

  2. په غوږ ویشتلی بیداره وی!
    موږ داکا ډمیسن دښمنان نه یو. موږ خپل هویت پېژنو .ته لاړ شه دتاریخ جبر،ولس ، ستر ملت ،فطرت ،چاپېریال، ڼړیوال او حتي تر دې چې له مردار خورو الکهو لیستو نه پوښتنه وکړه.
    د روټۍ ،کپړا ، او مکان ارمانجنو ، دهورا په نارو سپرو سورلنډیانو ،دشرمنده ناکام بی ترقی کمونیزم دارودسته ، دامپریالیزم په غیږ کې د ننه او بهر پراته بې سیاسته ډوډی خورو ، د افغاستان د څو ملیونو ،کونډو او بر بنډو ،پښې لوڅو او وږو ،په توغندیو او زهروی وسلو عام ولس وژنو ګوډاګیانو، دهورا زامنو شرم دی ………. خجالت دی اوحماقت خو مو له افراطه هم اوړی .بې عقیدې او بې ایمانو،بې مسلکو سپېرو! څنګه اشهید کیږی بهشت هم غواړی؟ زه تېروتلی وم ،زه دخلکو په ژبه نه پوهیدم ،زه بې حیا وم .زه وزیر وم زه وم چې ټولې ڼړۍ محکوم کړم حتې دسوسیا لستی کتار هېوادونو.
    دخلکو له اه ، دمېړنیو قو مونو او قبیلو جنایت له امله ددې بیګناه مظلو م ولس له سوزه او بربریت نه مو کمونیزم دړې وړې او له جهانه محو شو بیا نه را ژوندی کیږی .ته یې لا نه منې ؟ ښکاری چې ماغزه دې وتلی تا ونه لیدل چې نورمحمد غریب په بالښت ووژل شو ،ورپسې امین په مستو مسموم شو،دببرک کارغل ګور ورک شو ،نجیب ګاو له پښو ځوړند شو دا ټول ناکام ملګری لکه هغه کوم ……….. میاشی دی چې ټول عمر یې له څوساعته څخه نه زیاتیږی .په مخه ورک شول خوڅلور لسیزې دا ناروغی لا روانه ده ستا او دلایق معجزه په څه کې ده چې دانه منی بیا همدا پاتې شوی مات کاسه اوکپړی له ربانی سره یو خای شول او دکابل ښار یی په کندواله بدل کړ له ۷۵۰۰۰ زیات بې دفاع انسانان یې دروسانو په زړو وسلو له تېغه تېرکړل اوس ددوه سری حکومت په لستونو کې ننوتی .عجیبه نه ده دا مزدور کمونست په تاند کې ګواښ کوی او دلیننی اخلاق او تربیې څخه بیا ګړیږی وایی پک مې لیدلی خو نه ماغزه وتلی!

  3. صحیح دی دی به لیکوال وه خویولوی کمیونست اوکافرهم وه دهیواد په روانو بدبخیوکی دده لاس وه بایدمحاکمه شوی وی خومردارشو

  4. د شریف زاد ورور د شریف دریځ د تائید په ترڅ کی فقط غواړم ووایم:
    د محترم آڅړ صیب د لیکنی عنوان ډېر غیر علمی دی.
    د لیکنی عنوان باید داسی وای:
    د سلیمان لایق دوستان څوک دی؟

  5. پاڅېږه وطنه !
    دافغانستان کړکېچ باندې د پرچم( زاغ زنده باد) سترې لوبې وکړلې له جمعیت سره یو ځای شول او تر اوسه پورې اردو کې پښتانه اقلیت بولی
    پنجاب ته چا دغه ملت په لوی لاس ټیل واهه ؟چا کور کې دری خبرې کولې او بهر یې توزان ساته .اجمل خڼک باندې دغازی لیسی کوزه خوا کې سره پرچمیان راتول نه ول . له تورخم پوری چا پذیرایی کړل؟
    دچارصدی میلمستون زما لپاره وه هغه وخت خو نه ربانی ته اونه سلیمان ته پنجاب وه.
    په ډیر ځیرکی د روسانودادومره سیاسی انډوخر او مرداری نه یادو ی خو بیا پښتانه پنجا بیان بولی
    دا چې عاطفي شخصیت او د بدلیدونکي مزاج څښتن وو، نو سیاسي دریځ یې هم متغییر وو. لومړی پرچمی وو، بیا د نورمحمد تره کي په واکمنۍ کې هغه ته متمایل شو، کله چې پوه شو روسان کارمل راولي او تره کی او امین له مخې لیرې کوي، بیرته پرچمی شو. د نجیب په مشر کیدو له هغه سره ملګری شو. پرچمیان چې د نجیب خلاف شول، دی هم له هغوی سره مل شو او اوس چې له ډاکتر نجیب سره همدردي یو مود ګرځیدلی دی، ده هم په وروستیو وختونو کې نجیب تاییداوه.
    دا په ډیره ابتدايی کچه بحث اوانتقاد دی .ولی زما هدف له تبصرې څخه دادی چې ښه کار ته ښه او بد ته بد ووایو .هغه اوس مړ دی خداي دې وبښی موږ له هغه سره کومه شخصی دښمنی او ستونزه نه لرو ولې
    ددغه دروغجن ،سلیقوی ،تور او ناوړه فرهنګ مخه باید ونیول شی داکوږ بار دی او دولس به ګته نه دی.
    غلام حضرت ورور ستا دریخ قاطع دی زه منم تبصره اصلادسیالی او خوابدی لامل بایدد نشی بلکې زموږ دیووالی ،احترام او سالم نیت سبب او کلک دریځ ګرخی انشا الله.

  6. مونږ د هیواد ستره علمي او فرهنګي څیره او ارزښتمنه شتمني ارواښاد اکاډیمیسین سلیمان لایق پیژنو، او لا نوره پیژندګلو یې ښاغلي ورور محمد آڅړ وړاندې کړه – په ډیرې زیاتې مننې سره – هیڅ اړتیا نه وینو چې څوک دې د پنجابي هیرایي شریعت په نوم او یا هم عربي وهابي سخت دریځ په نوم زمونږ نومیالی او غیور شاعر په خپلو سپکو وینا کم کړي. ارواښاد لایق صیب په درنو درون او په سپکو سپک دی، مونږ ورسره مینه لرو، مونږ ته ګران دی، زمونږ د زړه سر دی. الله دې غوره جنتونه په نصیب کړي .
    یاد ورور سپیڅلي آیتونه، د لیکوالانو او تاریخ پوهانو سرچینې او نور خپل سالم دریځ او نقد په سمه او روښانه توګه دلته یاد کړي دي، او د کوم بدبخته وطنفروشه، په علم او ژبې ناپوهه او خپلې خاورې ته په سپکه کتونکو د پاره کومه بهانه نه پاتې کیږي، یواځې همدا چې شرم او خجالت دې شي په خپل ګریوان کې .
    کوم ظلم چې په دې هیواد کې د ۲۰۰۱ کال نه دیخوا ته ترهګرو وکړ، دا ظلم نه هیریدونکی دی.
    مونږ افغانانو ته نور د کافر ویلو هیڅ اغیز په مونږ نه لري، سل ځلې مونږ کافر کړئ، خو تر ډیورنډ کرښې دیخوا ته به زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ستاسې په وړاندې غوڅ ځواب وایي، او همدا زمونږ ویاړونه دي.
    سلیمان لایق زمونږ استاد او د افغانستان د خپلواکۍ ، سرلوړۍ ، د ژبې او قلم د مبارزې یو غښتلی لارښود دی.
    روح یې ښاد، یاد یې تل !!
    د لیکوال صیب نه نړۍ مننه . خیر ویسې . په قلم دې برکت شه !

  7. د سلیمان لایق د دوستانو د پام وړ:
    داسی ښکاری چی د منطق او تعقل او واقعیتونو په وړاندی بیا هم منفی مقاومت تر سترګو کیږی.
    ددی ډول فکری ستونزو د حل لیاره به دا وی:
    که د خپل هیواد سیاسی او اجتماعی او فرهنګی او عقیدتی نقشه داسی ترسیم سی چی مثلاً هره فکری برخه د یوی جزیری حیثیت ولری نو ښه به دا وی چی په همهغه خپله میشته جزیره کی د فکری او عقیدتی استقلال بیرغ ورپول سی نه دا چی د خپلی خوښی وړ جزیری بیرغ د ټول هیواد د ملی او واجب الاحترام بیرغ پتوګه د هیواد پر نورو قشرونو تحمیل او وتپل سی.
    دا به ډېره غولوونکی او حتی ویرانوونکی مفکوره وی که د دوو درو تاریخی دښمنانو څخه فقط د یوه دښمن څخه کرکه ولرو او بل لوی او ثابت دښمن ( چی د دښمنی او تخریب آثار ئی همدا اوس هم احساسیږی) د ځان معبود وګڼو.

  8. ګرانو او قدرمنو حسن صاحب، ننګیال صاحق سلامونه او درناوي وړاندې کوم، خدای مو ښه لره، او ښاغلو ع. شریف زاد سعید معلم غلام حضرت او نورو ته هم دوعا کوم چې الله تعالي دې د دوی ګناهونه معاف کړي او د سمې لارې هدایت دې ورته وشي چې د یو مسلمان په تکفیرولو او مړیو پسې د بد رد ویلو له امله (د پېغمبر(ع) د مبارکو احادیثو پر بنسټ) د مردار شوي خره د غوښو خوړلو سزا ورنه کړل شي او خپل ځانونه په کفر کې غرق نه کړي او یا د قرآن کریم پر استناد، د خپل مړه ورور غوښې یې خوراک نه شی. (حجرات سورت: ۱۲)
    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ [٤٩:١٢]
    ای کسانی که ایمان آورده‌اید! از بسیاری از گمانها بپرهیزید، چرا که بعضی از گمانها گناه است؛ و هرگز (در کار دیگران) تجسّس نکنید؛ و هیچ یک از شما دیگری را غیبت نکند، آیا کسی از شما دوست دارد که گوشت برادر مرده خود را بخورد؟! (به یقین) همه شما از این امر کراهت دارید؛ تقوای الهی پیشه کنید که خداوند توبه‌پذیر و مهربان است!
    ستاسو ټولو محترمو او درنو شخصیتونو څخه مننه کوم چې زما لیکنه مو لوستي ده او خپل لیدلوري مو لیکلي دي او هغه ښاغلي چې زما لیکنه یې سمه نه ده لوستلي، ژور فکر یې نه دې پرې کړی او یا نه دې پرې پوهیدلي، هغو ته زه دا وایم چې که زما لیکنه هوښیار او د حکمت خاوندان ولولي ستاسو د ټولو سوالونو او نیوکو ځواب په همدغه لنډه خو، مستنده لیکنه کې ویل شوي دي، څوک چې ښه پوهه، ښه تحلیل او ښه درک ولري په خپل ژوند کې به بریالی او له هېڅ ډول مشکل سره به مخ نه شي، هغوی ته چې لوی څښتن حکمت ورکړ نو پوه شه چې لویه پانګه یې ورکړي ده:
    ﴿يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ﴾ (د بقرې سورت:٢٦٩ آیت)
    ژباړه:«چا ته یې چې خوښه شي حکمت ورکوي او چا ته چې حکمت ورکړی شي هغه ته په حقیقت کې ستر دولت وړکړی شو، له دې خبرو څخه یوازې هغه کسان درس اخلي چې د پوهې خاوندان دي.»
    ښاغلی حسن خانه تاسو څه ښه لیکلي دي: ایرانیان مرحوم سلیمان لایق د هغوی د لوړو فارسي اشعارو له برکته لکه سید جمال الدین افغان ایرانی بولي. ستاسو د دې خبرې ثبوت په خپله د لایق صاحب په دې بیت کې څرګند دی:
    له پردیو ګیله هسې کړو لایقه
    مونږ د خپل ولس په خپله قاتلان یو
    ګران ننګیال صاحبه څومره لویه خبره مو کړي ده چې ارواښاد لایق صیب )په درنو دروند او په سپکو سپک دی( همدا یوه خبره ټولو ته بهترین ځواب دی.
    او ښاغلی ع، شریف زاده تاسو چې څه لیکلي ستا له تخلص سره په ټکر کې دي، ستاسو شخصیت ستاسو له الفاظو پژندل کیږي او هغه چې تاسو د (پاڅېږه وطنه) تر سرلیک لاندې لیکلي دي پردې خبرې دي، هغه مو د ښاغلي غازي اکبر له لیکنې (سلیمان لایق تر ټولو ښه پرچمی) له مقالې څخه نقل کړي دي.
    ښاغلي غلام حضرت ته څه نه لرم چې ورته ویې لیکم ده د نورو لیدلوری تایید کړی دی یوازې دومره ویلی شم: تاسو چې کوم نظر وړاندې کړی دی د داسې حدودونو جوړول امکان نه لري، هر سړی به خپل کار کوي، که څوک ونه غواړي د خپلو مخالفینو لیکنې دې نه لولي.
    او په پای کې ټولو ښاغلو ته، هغوی چې زما د لیکنې پلوي کوي او نېک نظر لري او هغو کینه کښو، عقده یي، منفي باف، چې بې له کوم سنده تورونه پورې کوي د رحمان بابا او حمید بابا څو بیتونه وړاندې کوم چې د دوی ځواب په کې ویل شوی دی:
    دانایان به د رحمان په قال پوهیږی
    دلته کار د هر نا اهل نادان نه شته
    د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو
    لکه دُر په لاس د طفل هسې خوار شه
    ***
    د نادان د وچو پوچو بې پروا یم
    بې هوده ماتې مچنې ته څه وایم
    له جوابه د جاهل د سوال مانده یم
    الف بې مې لوستي نه دي ناخوانده یم
    که دانا پرې ګوټه کېږدي مسلم
    امیدوار یمه د عفوی د قلم
    حمید بابا
    پای

  9. زه منم داوطن زلزلې لری طوفان لری خکه روزل شوی ډیر غټ کمونستان لری
    خاوره دغیرت ده خو بیا تاریخ وهلی شرمنده لیننان لری
    دا لاهم یو شمیر تالی څټی تور کارغان لری
    داوطن وژونکی دی ،بی ایمانه خاوره پلرونکی دی
    دا کله شخصیت او پوهه پېژنی دامرتد ډیر بې منطقه ارمان لری
    دا ها لری هو لری هورا لری خو بیغیرته اوس له هورا ګیلې او ګذارې د ما فیها لری
    ز تا پېژنم کمو نسته ستر ابلیسه ! دا وطن عزت لری ، ایمان لری او کلک وقار لری

  10. عبد التواب شریفی له هالن نه :لایق صاحب رشتیا شه انسان وه خو لا کن د افغانستان. د. ا خ د ګ مشران سوسیا لیزم او شوروی ته ټول یو شان وفاداره وه زه خپله د ګوند یو عادی غړی ووم خو شل کاله می وسله وال فوځ کشی دنده تر سره کړه لاکن دا مشران هریو وفاداره وه منکرات ښه ندی اولادونو ئي روسیه کشی تحصیلات کوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب