یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهراتلونکې یکشنبه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلېږي

راتلونکې یکشنبه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلېږي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۰) یو شمېر رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله راوپور ورکړی چې راتلونکې یکشنبه د اسد په ۲۶ مه نېټه به د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې یوه اونۍ وروسته به د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي.

شاهین له اسوشیټېد پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو له پرېکړې هر کلی کړی دی.

هغه ویلي له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او په وینا یې په لومړي پړاو مذاکراتو کې به پر ځینو مسایلو د بحث ترڅنګ د بل پړاو مذاکراتو پر ځای ځایګي هم خبرې کېږي.

تر دې وړاندې د مشورتي جرګې له پای ته رسېدو سره ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر هم ویلي وو چې د طالب بندیانو تر خوشې کېدو درې ورځې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د تېرې جمعې په ورځ پیل او د درې ورځو په موده کې یې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه حکومت ته مشوره ورکړه چې پخوا یې په لویو جرمونو کې د لاس درلودو راپورونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب