Homeخبرونهوېلسن: بین الافغاني خبرې باید د افغانانو په مالکیت اومشرۍ ترسره شي

وېلسن: بین الافغاني خبرې باید د افغانانو په مالکیت اومشرۍ ترسره شي

تاند( دوشنبه، د اسد۲۰) په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، چې د سولې بین الافغاني خبرې باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره شي.

وېلس دغه راز په یوه ویډیويي پیغام کې د سولې د وروستیو پرمختګونو هرکلی هم کړی دی.

راس وېلسن له عاموافغانانوهم غوښتي، چې په ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلوکې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړې امریکا په واضح توګه د افغانستان مذاکراتي ټیم او ښکېلو لورو ته ویلي، چې د سولې په خبروکې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، د افغانستان ملي حاکمیت او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې سوله باید افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر زیاته کړې، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملاتړي دي او له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

وېلسن ډاډ ورکړ، چې د سولې په برخه کې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان سولې په برخه کې غوره فرصت رامنځته شوی دی.

زلمي خلیلزاد د لویې جرګې له پرېکړې، چې حکومت به ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کوي او د دغو زندانیانو په تړاو د ولسمشرغني له دریځ هرکلی کړی دی.

نوموړي هیله ښودلې چې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر ډېر ژر بشپړ او بین الافغاني خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...