تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۰) د رسنیو د راپورونو له مخې د لیکوال، شاعراو سیاستوال اکاډمېسین سلیمان لايق جنازه له جرمني کابل ته راورسېده.
سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې ساه ورکړې وه.
نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.
د سلیمان لایق اصلي نوم غلام مجدد دی او په ۱۳۰۹ لمریز کال د پکتیکا ولایت په ښرنه کې زېږېدلی.
پلار یې یو مذهبي او د مجددي حضرتانو خلیفه و او له همدې کبله یې پر خپل زوی (سلیمان لایق) غلام مجدد نوم ایښی و.
دی پنځه کلن و،چې پلار کابل ته راوست او په ۱۳۱۹ کې یې له دویم ټولګي څخه په حبیبیه لېسه کې زده کړې پیل کړې.
په ۱۳۲۶ لمریز کال د پغمان په دیني مدسه کې شامل شو او په ۱۳۳۱ کې ورڅخه فارغ شو.
سلیمان لایق د لوړې زده کړو لپاره لومړی شرعیاتو پوهنځی شروع کړ خو ژر یې پرېښود او ادبیات یې ولوست او په ۱۳۳۶ لمریز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شو.
د نامتو لیکوال او شاعر سلیمان لایق مهم آثار چونغر، د اباسین سپېدې، کیږدۍ، کیسې او افسانې دي.