جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېتر مشو کنډو ورې ټول کافر دي| هارون جمال

تر مشو کنډو ورې ټول کافر دي| هارون جمال

د پښتون ژغورنې غورځنګ له ظهور وړاندې، په وزیرستان کې دا خبره ډېره مشهوره وه. پورتنی عنوان د وزیرستان د خلکو لهجه ده، غواړم په عامه لهجه یې تشریح کړم. دخوست او وزیرستان تر منځ یو کنډو دی، چې د مښو کنډو یې بولي، نو په وزیرستان کې به دا خبره کېده، چې له مښو کنډو ور ها خوا ټول کافر دي، مرګ یې روا دی.
خو کله چې پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو، نو دا خبره هم په بشپړه ډول له منځه لاړه.
خو تېره شپه له طلوع نیوز سره په تودو خبرو کې ولي الله، شاهین ورته یوه خبره وکړه، ځان یې د افغان وژنې فتوا ورکونکی وباله، په زغرده یې وویل: چې هرچا چې د افغانستان د نظام ننګه او ملاتړ کړی، هغوی د امریکایانو تر څنګ ولاړ دي او مرګ یې روا دی.
ولي الله شاهین په یو پوهنتون کې استاذ دی، زه نه پوهېږم چې زده کړې به یې په کومه برخه کې کړې وي؛ خو د خبرو په ترځ کې یې ځان یو مفتي وباله او د افغانستان د خلکو وژنه یې روا وبلله.
ولي الله شاهین هم د نورو په څیر فکر کوي چې طالبان به بیا بشپړه واک ته ورسېږی او ښاغلی شاهین به خپل خوا خوږی وبولي او یو غوړ مقام به ورکړي.
د دغه مقام د ترلاسه کولو په موخه که ایمان یې زیانمن او وجدان یې داغدار شي، توپیر نه کوي.
که په افغانستان او افغانانو هر څه کیېږي، که خپل یا پردي یې وژني، که د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا یې په خطر کې وي، که ولس یې د غلام ابن غلام شي، دا هر څه دې وشي؛ خو چې ښاغلی شاهین د مقام څښتن شي.
ښاغلی شاهین د هغې مور له زړه څه خبر دی، چې طالبانو د هند سفارت پر وړاند یو موټر بم برید وکړ او د یوې مور دری زلمي زامن چې هلته یې کاروبار و شهیدان شول او دری واړو کونډي او یتيمان پاتې شول، ښاغلی شاهین به ښایي د هغه ټولو ترسلو زیاتو قربانیانو عام وژنه هم جایزه بولي چې په دې بېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دې ته ورته په سلګونو او زرګون نور بریدونه، چې د عامو افغانانو په قرباني کېدو سره مله وو، دا ټول به د شاهین په قول او فتوا روا وي.
د ده له دې خبرو نه یوه ورځ وړاندې د لوی اختر په مبارکه شپه د عرفې د مبارکې ورځې په پای کې د لوګر ولایت په مرکز کې چې کوم موټر بم برید وشو په لسګونو ملکې وګړي یې قرباني شول، شاهین به د دغه خلکو په درد پوهیږي او که نه؟
نو شاهینه ګله! تر تا وړاندې نورو هم دا دنده پر مخ وړې ده، هغوی خو له usid هم تنخوا اخېسته او د افغان وژنې له پاره یې په پراخه کچه تبلیغات کول اوس یې دا دنده تاسو ته سپارلې ده؛  خو کومه ګټه نه هغوی کړې او نه به تاسو ترې برخمن شی، که زما منی نو نور د افغانانو پر زخمونو مالګې مه دوړوی.
۱۳۹۹/۵ /۱۱

1 COMMENT

  1. مسلمان ته کافر ویلو په هکله دا لاندې مطلب د ښاغلي محمد انور آڅړ له لینکې کاپي کړی ده ، هیله ده چې ستاسو هم خوښ شي :
    مسلمان ته کافر ویل د حنفي فقهې پر بنسټ : که یو مسلمان د اسلام ټول ارکان ترک کړي هم وي او یوازې د طیبه کلمه لااله الاالله محمدرسول الله لولي مسلمان بلل کیږي او د کفر حکم څوک نه شي پرې کولې.
    اسلامي شرع ظاهر ګوري، په باطن باندې یو الله ښه پوهیږي، که یو څوک ځان مسلمان وبولي، څوک د کفر حکم نه شي پرې کولی، داسې یوه پېښه د اسلام په لومړیو کې رامنځ ته شوي وه چې د پیغمبر(ص) لخوا یو لښکر د جګړې لپاره ولېږل شو، په هغه سیمه کې د هغه قوم یو سړی چې(مرداس) نومیده له خپل مال سره له کفارو جدا ولاړ ؤ، کله چې مسلمانان ورنږدې شول نو سلام یې پرې واچولو، مګر اسامه بن زید داسې ګومان وکړ چې دا سړی د خپل مال د ساتلو لپاره سلام اچوي او ځان مسلمان معرفي کوي، نو هغه یې وواژه. کله چې رسول الله(ص) له دې پېښې خبر شو، سخت خواشینی شو او په هغه صحابي باندې په قهر شو، هغه ته یې وویل: «ایا تا د ده زړه څیرې کړی ؤ؟» چې کافر دی که مسلمان. (کابلی تفسیر: د مدینې چاپ) او د دې پېښې په تړاؤ باندې دا آیت شریف نازل شو:
    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (سورت نساء ۹۴، آیت)
    ژباړه:«اې مومنانو! کله چې د الله په لار کې د جهاد لپاره ووځئ نو د دوست او دښمن په منځ کې توپیر وکړئ او څوک چې تاسې ته سلام واچوي، هغه ته سمدلاسه مه وایئ چې ته مومن نه یې. که تاسې د دنیا ګټه غواړئ نو له الله سره ستاسې لپاره د ولجې (غنیمتونو) ډېرې زیاتې شتمنۍ شته، اخر په همدې حالت کې خو تاسې پخپله هم له دې څخه مخکې اخته شوي وئ، بیا الله پر تاسې مهربان شو، له دې امله له غور څخه کار واخلئ. تاسې چې څه کوئ الله پرې خبر دی.»

    ولی الله هم پدې دولت کې کار کوي او که د دوی فتوا له پنجابه راغلي وي نو بیا د خپل ایمان خیر د هم غواړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب